یکشنبه, مې 19, 2024
Home+له ۲۳.۳ ملیارد کیلومتره لېرې عجیب سګنال ناسا حیرانه کړې

له ۲۳.۳ ملیارد کیلومتره لېرې عجیب سګنال ناسا حیرانه کړې

تاند- د امریکا د فضايي تحیقاتو ادارې (voyager 1) ستوربېړۍ مځکې ته عجیب و غریب سګنالونه رالیږلي خو ناسا وايي، تر هغو چې د دغو سیګنالونو په اړه څېړنې نتیجې ته نه وي رسېدلي، په اړه یې څه نه وايي.

ناسا ۴۵ کاله پخوا، یعني په ۱۹۷۷ م کال وۍجر یو ستوربېړۍ له شمسي نظامه ورهاخوا ته لېږلې وه چې لا هم خپل سفر ته دوام ورکوي.

دا ستوربېړۍ له استولو ۱۲ کاله وروسته له شمسي نظامه ووته او په ۲۰۱۲ م کال د ستورو ترمنځ فضا ته ورسېده.

دا ستوربېړۍ له دې سره سره چې د ۴۵ کاله پخوا کمپیوټري وسایل پکې نصب دي او له مځکې ۲۳. ۳ ملیارد کیلومتره لېرې شوې ده، لا هم ساینسي معلومات مځکې ته رالیږي.

خو د وۍجر یو له لوري تازه مخابره شویو پیغامونو د ناسا څېړونکي حیران او په عین حال کې سربداله کړي دي.

ناسا وايي چې ستوربېړۍ لا هم سم کار کوي خو هغه لوري ته پرمخ نه ده روانه چې دوی غوښتل تر پایه هغې خوا ته روانه واوسي او داسې ښکاري چې ستوربېړۍ په فضا کې د خپل موقعیت په برخه کې سرګردانه ده.

ناسا دا هم وايي چې وۍجر یو په تصادفي ډول مځکې ته معلومات رالیږي.

د ناسا او وۍ جر یو ترمنځ د ارتباط یا د پیغام په لېږلو ۲۰ ساعته او ۳۳ دقیقې لګېږي.

ناسا هڅه کوي چې بالاخره په نورو کُرو یا ستورو کې مخلوقات ومومي. ډېر ساینسپوهان وايي چې ښايي په نورو ستورو کې زموږ د مځکې تر انسانانو پرمختللي مخلوقات واوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب