دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهبلاول بوټو له چینايي چارواکو سره د افغانستان د ناورين په حل...

بلاول بوټو له چینايي چارواکو سره د افغانستان د ناورين په حل خبرې وکړې

تاند(دوشنبه، د جوزا ۲) د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري دا ځل چین ته د سفر په ترڅ کې له چینايي چارواکو سره د افغانستان د وضعیت او روان ناورين په حل لارو خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې نوموړي له خپل‌ چینايي سیال سره په لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د « پراخ سياسي جوړښت» او د ښځو او ماشومانو د حقونو په ساتلو بحث او خبرې کړي دي.

پاکستاني خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې روان انساني ناورين ښايي د دغه هېواد د اقتصادي پاشلتيا سبب شي، چې دا پاشلتيا به د افغانستان تر څنګ د سیمې هېوادونو ته هم بدې پايلې ولري.

‏د‌ پاکستاني وزير دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې پرون د افغانستان د حاکمو طالب چارواکو يو شمېر مشرانو د خپل پخواني مشر ملا اختر منصور د وژل کيدو په تلين غونډه کې له سقوط څخه د افغانستان د اقتصادي ژغورنې خبر ورکړ.

د پاکستان نوي حکومت او طالب مشرانو ظاهرا د پاکستان د حکومت له نوي کیدو څخه وروسته سره نه دي ليدلي.

د پاکستان مخکيني حکومت هم په افغانستان کې د اقتصادي سقوط، بشري ناورين او نورو مسايلو بيا- بيا يادونه کوله، خو طالب چارواکو يې رد نه کاوه.

1 COMMENT

  1. بایډن: که چین تایوان اشغال کړي نو امریکا به مداخله وکړي (آزادی رادیو)
    کومی خبری پټی کیږی هغه شان نه وی لکه څرنګه یی چی دوی رسانیو کی وایی ځکه کله د بوټو ځوی امریکا ته لاړ نو رسانیو کی اعلان وکړ چی د افغانستان د خراب اقتصاد په اړه خبری وکړی مګر د دوی اصلی تمرکز پر چین باندی د احتمالی برید په اړه پلان نیول وو
    ما مخکښی هم په همدی رسانی اوریدلو وو کچیری امریکا په چین باندی برید کوی او بهانه ټاوان را څرخوی نو امکان شته چی ایران د چین سره اړیکی نږدی کړی او هلته د چین نور همسایه هیوادونه لکه شمالی کوریا او جاپان او هند سره امریکا اړیکی جوړی کړی
    او اروپا او برتانیه د اکراین موضوع کی تنها پریږدی نو ځکه خو امریکا په اولنیو ورځو کی اوکراین موضوع کی دومره ځان مصروف نه ښوده مګر د بوټو له ژر او بیړنیو سفرونو څخه امریکا او چین څخه په خپل ګټه کار اخیستل دی تر حالیکه چی پخپله پاکستان کی سیاسی ترینګلتیا زیاته شوی او امکان شته چی که ډیره زیاته شی نو پوځ مداخله وکړی او د مشرف په نظامی حالت اعلان کړی

    نو کچیری امریکا د افغانستان په اړه خبره ورته کولی نو باید د بوټو زوی مخکی لدی چی چین ته لاړ باید افغانستان نماینده را لیږلی وای یا پخپله راغلی وای
    نو امکان شته چی له اکراین وروسته روسیه په اروپایی هیوادونه هم برید وکړی ځکه امریکا پوه شوی چی افغانستان کی همدا چین او روسیی او برتانیی د امریکا د ځپلو لپاره پلان جوړ کړی وو ځکه خو غواړی چی هند ځانته خپل کړی مګر هند د پاکستان په شان دوکه باز او جنګ غوښتونکی ندی نو کوښښ کوی چی د چین په شان اقتصاد پراختیا ته وده ورکړی کچیری هند جنګ غوښته نو لومړی پلان به یی د پاکستان له مینځه وړل وو چی کولی شی په یو کال کی ټول پاکستان ونیسی خو کچیری د پآکستان او هند ترمینځ جنګ جوړ شی نو امریکا په ګټه کیدای شی ځکه پداسی حالاتو کی چین هم پآکستان طرفداری خپله کوی نو امریکا له داسی صحنی ګټه پورته کوی او د هند مدافع را دانګی او پاکستان د امریکا او د چین شی نو داسی حالاتو کی د ټی ټی پی او بلوڅو جنګیالیو ته پکار ده چی د پاکستان پر پوځ باندی بریدونه زیات کړی ترڅو بیا دوی ونشی کړای په هیڅ هیواد باندی د کفر ملاتړ وکړی ځکه همدی پنجاب امریکا او برتانیی (ناټو) لپآره له خپلو نظامی آډو کار واخیست او افغانان ورباندی پدی ۴۵ یا ۲۰ کلنی جګړی کی تباه کړل او د کابل په شمول ټول افغانستان یی په کنډواله بدل کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب