یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+که په دنده کې ناکام شو، څه باید وکړو؟

که په دنده کې ناکام شو، څه باید وکړو؟

لیکنه: هینریک ايډ‌برګ
ډاکتر رحیم

ماته یا ناکامي کله کله پیښيږي، خو دا ماته موقتي وي، او پ عین حال کې کېدای شي ډیره ګټوره او مرستندویه وي.

یو بل ټکي ته مو پام وي؛ که له تیروتنې سره مو سم چلند ونه کړ، یعنې همداسې مو غټه کړه؛ نو د ژوند له چارو او خوښیو مو ایستلی او له بشپړې ناکامۍ سره مو مخ کولی شي.
دلته درې لنډې؛ خو ګټورې لارې در په ګوته کوو:

۱ارام بخښونکې یاداوري
څو ژورې ساه ګانې په چوپتیا سره واخلئ او بیا له ځان سره په یاد کړئ چې: زه خو یو ناکام کس نه یم، بلکې ناکام شوی یم.

ځکه ماتیدنه او شکست ټولو هغو انسانونو ته مخته کیږي چې چانسونه ترلاسه کوي، یعنې دا له چانسونو سره مل وي، ځیني وخت بریالی او ځیني وخت ناکام؛ نو غوره ده چې دا ماته هم د بشپړ ژوند یوه ساده برخه وبولو.

په همدې اساس ځیني وخت کارونه او چارې ښې پر مخ ځي او ځیني وخت بیا هغسې نه ځي؛ له دې امله هم دا ماتیدل همیشنۍ ناکامي مه بولئ او د ځان لپاره یې د نه پرمختګ ډال مه ګرځوئ.

۲له ماتې نور ډیر څه زده کړئ

له ځانه وپوښتئ چې: نور کوم شیان دي چې باید له دې ماتې یې زده کړم؟

غوره ده چې تیروتنه، ښوئيدنه او ماته د ځان لپاره ګټوره وبولئ او د لا نور پرمختګ لار یې کړئ.

یعنې ماته یوازې ماته مه پریږدئ، بلکې ستر عبرت یې کړئ.

۳دا تیروتنه موقتي وبولئ

ما درک کړې چې ماته انسان ته یوه وسوسه ور اچوي چې انسان په ځانی بې باوره کړي، د کار قوت ترې واخلي او هیڅ ونه کړي.

له داسې حالت سره زه هم ډیر مخ شوی یم؛ خو تر دې  د ځان د بیا پورته کیدو یا هڅیدو غوره لار  همدا موندلې چې ووایم چې ناکامي موقتي ده او باید بیا بیا د مخکې تګ هڅه وکړم.

نو ما به له ماتې وروسته هر وخت دا غوره بلله چې باید له ماتې څه زده کړم او څه وکړم چې بیا له تیروتنو خلاص اوسم.

نو یو څو ګام اخیستل به چې پورته ذکر هم شول، مرسته وکړي چې مایوسه نه شو او ورسره مو ځانته خوشبیني او ډاډ پيدا شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب