یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزي د متقي په ګډون د ط - انو ګڼ مشران...

عباس ستانکزي د متقي په ګډون د ط – انو ګڼ مشران نقد او تود هرکلی یې وشو

تاند(یکشنبه، د جوزا لومړۍ) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزی، چې له اوږدې جلا وطنۍ څخه وروسته بيا کابل ته راغلی، په یوه بیساري اقدام کې د خپل وزارت د وزير په ګډون ګڼ طالب مشران نقد کړل.

نوموړي د طالبانو د وژل شوي دویم لوی مشر ( امیر المؤمنین) ملا اختر محمد منصور د شپږم تلين په ياد غونډه کې په مختلفو برخو کې د طالبانو کړنې نقد کړې.

نوموړي د خپلې ډلې د ۹ مياشتينيو اقداماتو د دفاع تر څنګ وويل، چې د حکومت کړنې ېې کافي نه دي.

 د ښځو د حقونو نه ورکړه، له طالبانو څخه د ملت او حتا خپلو زرګونو جنګیالیو نارضايتي، له نړيوالو سره د طالبانو کمزوری تعامل، د قدرت او امکاناتو سره د طالب مشرانو ډېره مینه، د پخوانيو مجاهدینو له ناکامو تجربو څخه نه زده کول او د دې خطر له پامه غورځول چې د طالبانو رژيم به د دغه وضعیت له کبله ممکن سقوط شي، د عباس ستانکزي د خبرو ښکاره او ضمني نیوکې وې.

عباس ستانکزي د خپل څه باندې ۶۰ کلن عمر د سترګو ليدلي حال له بیانولو سره وويل، چې په دومره موده کې د افغانستان ۱۳ واکمنۍ نسکورې شوي او طالبان بايد د دغو واکمنيو له نسکورېدو زده کړه وکړي.

هغه د نجونو د زده کړو ممانعت نقد کړ او د حضرت عمر فاروق (رض) د واکمنۍ يادونه یې وکړه، چې يوه ښځه پکې ښارواله وه.

عباس ستانکزي د طالبانو د ديپلوماسۍ دستګاه هم‌ نقد کړه او ویې ویل، چې نه په ملګرو ملتونو، نه اروپايي ټولنه او نه نورو مهمو ځایونو کې د نمايندګيو په پرانیستلو بریالي شوي.

د‌ هغه اشاره په نامستقیم ډول د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي ته وه،‌‌ چې ويل کيږي ستانکزی يې په وزارت کې کار ته نه دی پريښی او د مزاحمت له کبله یې هغه اوږدې مياشتې له هېواده بهر او په متحده عربي اماراتو کې و.

ستانکزی دا ځل بيا( د طالبانو له واکمنیدو وروسته په دویم ځل) د طالبانو د رييس الوزرا د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر په ملتيا او منځګړتوب له دوبۍ څخه کابل ته راغلی.

عباس ستانکزی او کورنۍ یې په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي او د طالبانو له واکمنیدو سره بیا هم هېواد ته ستانه نه شول.

عباس ستانکزی د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال هم د دوی د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال و.

هغه وروسته، په ځانګړي ډول د طالبانو د شل کلنې جګړې د حل و فصل او له امریکا سره د سولې تړون له مطرحو څېرو څخه و.

عباس ستانکزی، چې د داود خان د حکومت په وخت کې یې هندوستان کې پوځي زده کړې کړي، ويل کيږي چې پاکستان او ورسره ډېرو تړلو طالب مشرانو سره ښې اړيکې نه لري، له دې کبله د ورسره وعده شوي بهرنيو چارو وزارت څخه محروم شوی دی.

ښاغلی ستانکزی د طالبانو له واکمنیدو سره، يو ځل هغه هم د ملا برادر په ټینګار افغانستان ته راغلی او دندې ته معرفي شوی و.

‏مشهور ژورناليست سمیع یوسفزي د عباس ستانکزي د بیرته هېواد ته ستنیدو په اړه په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي:(( افغان شخصیتونو سره د تماس لومړي نتیجه شیر محمد عباس ستانکزی وطن ته راستون شو !!!.البته ستانکزی صیب چي د کوم وزارت معین دي هغلته زمونږ پير امیر خان متقی صیب د هر مرض دم دعا لري بل چا ته ضرورت نه لیدل کیږي نه به هم موقع ورکول کیږې ..))

ملا متقي او عباس ستانکزي دواړو د خپلو اختلافاتو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو ډېر شمېر افغانانو د عباس ستانکزي د نننۍ وينا هرکلی کړی او ویلي، چې د نوموړي څرګندونې د طالبانو په مشرانو کې د یوه اصلاح غوښتونکي حرکت د رامنځته کيدو هيله مندي پيدا کوي.

2 COMMENTS

  1. زمونږ تر ټولو ستره بدبختی همدا ده چی افغانان پداسی خبرو ډیر ژر تیروځی او دتالب ټیز او پسکۍ ته ډانسونه کوی
    داټول د تالبیزم د وحشت اوتورجهالت ستنی دی چی دا وحشت يی په افغانستان حاکم کړی دی او ددې لپاره راپیداشوی چی افغانان ذلیله، بی ابرو اورسواکړی او افغانستان دتیارو کندو ته واچوی او نسلونه يی برباد کړی
    د تالبانو د واک په سر داخلی کړکیچونه د افغانانو او افغانستان د ښیرازۍ لپاره هیڅکله ندی بلکه د قدرت په سر ناندری او شخړی دی
    د ټولو همدا یو هدف دی چی افغانستان دتیارو کندو ته واچوی او نسلونه يی برباد کړی او دپاکستان په دروازو کی افغانان سوالګر او محتاج ودروی
    که افغانان رښتیا غواړی چی ددې وحشت او تور جهالت او بدبختۍ نه په ریښتینی ډول راووځی نو باید ددې وحشت او جهالت د مینځه وړلو لپاره اوږده مبارزه وکړی تر څو خپل نسلونه او افغانستان وژغوری
    او د عبث ستانکزی او یانورو تالبی ملایانو په خبرو تیر نه وځی

  2. سلام
    دامارت اسلامی تعریف له افغان شخصیتونو او سیاسیونو حخه ځوک یادټولنې کومه کتله ده؟ دا باید واضح شی همدارنګه ایا ستاسې کمیسون یو ملی او ولس شموله کمیسیو ن دی؟ دکمیسیون لایحه سمه اومنسجمه نه ده او په عین زمان کې ۱۵ یا ۱۶ مادوکې نه بلکې په ۷ مادو کې باید خلاصه شوې وای. دغه کمیسیون باید دقوس میاشت کې تشکیل شوی وای.
    که هدف له شخصیتو څخه: دترکیې له رهزنو ،داړه مارانو ،دبن دککړې معاهدې کاسه او کپړیوڅخه وی.پوښتنه حل ده او دابه داسلامی امارت له ولس ستره جفا وی چې لوټمارو او فراریانو ته دشخصیتونو لقب ورکوی دغه فرهنګ له اسلام سره په تمامه مانا مغایرت لری.
    دامر با المعروف ونهی عن المنکر پروسه تدریجې پوهاوی باندې ،خبرو اترو باندی، دوه اړخیزه دیالوګ او مفاهمې باندې مخ ته تللی شی او پرمختګ موندلی شی.ټولنه کې کې ډیر مسایل شته چې په تدریج سره وده مومی. کیدای محمد صادق عاکف ښه سړی وی خو دا بیا ددې مانا هرڅه چې دی وایی سم دی.
    ښځې او نجونې دافغان تولنې یوه بشبړه برخه ده.دغه برخه یوه ستر قوه ده بناء اسلام یې ارزښت ۱۴۰۰ کاله پخوا پېژندلی دی . زموږ لومړیتوبونه نور ډېر دی چې دو ی ته نوبت راورسیږی او دمفاهمی له لارې ور سره محاسبه وشی.
    هدف له تبصرې ستاسې مسولیت دافغانستان دزعامت به کچه څېړل دی . هیله کیږی چې دلانجې محراق مو ترلاسه کړی وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب