یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د بیزو چیچک ناروغي څومره خطرناکه ده؟

د بیزو چیچک ناروغي څومره خطرناکه ده؟

تاند- د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په وروستیو کې په کابو۹۰ تنو کې د بیزوچیچک ناروغي تشخیص او تایید شوې ده. خو د بریتانیا او هسپانیا په شمول په ۱۱ هیوادونو کې د دې ناروغۍ خپرېدا د معمول خلاف وه.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په داسې حال کې چې نړۍ کورونا وایرس ته تقریباً ماتې ورکړې، دا نوې ناروغي خپره شوې ده.

خو دا سازمان په عین حال کې وايي چې د بیزو چیچک ناروغي هومره هم خطرناکه نه ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان متخصصان باور لري چې نړۍ له کورونا وروسته د بلې خطرناکې او زیاتې ساري ناروغۍ د خطر په درشل کې نه ده ځکه چې د بیزوچیچک د کرونا په شان چټکه نه خپپرېږي.

له بلې خوا ثابته شوې چې د چیچک واکسین تر ۸۵ سلنې پورې د بیزوچیچک ناروغۍ مخه نیسي.

د بیزو چیچک نښې زوکام ته ورته دي او په تدریج یې پر پوستکي یې نښې څرګندېږي.

په تبې، د عضلو درد او همدا راز د لاس و پښو په پړسوب پیلېږي، وروسته پر بدن تڼاکې راڅرګندېږي. اکثره ناروغان یې یوازې تبه، د بدن درد، لړزه او ستوماني لري.

د بیزو چیچک اصلاً یوه ویروسي ناروغي ده چې له وحشي شخوند وهونکو او تيوالو حیواناتو څخه پیدا کېږي او کله نا کله انسانانو ته هم سرایت کوي.

په نویو پېښو کې د ناروغانو په لاسونو او مخ تڼاکې راخېژي او د بدن نورو برخو ته هم رسېږي.

ډېری ناروغان یې د دوو او څلورو اونیو په موده کې بې له دې چې په روغتون کې بستر شي رغېږي.

دا امکان شته چې د بیزو چیچک د هر لسو اخته کسانو له ډلې یو مړ کړي او داسې اټکل کېږي چې په ماشومانو کې یې پېښې شدیدې دي.

د ناروغۍ پر مهال ناروغانو ته د چیچک واکسین ترڅنګ د ویروس ضد درملو سپارښتنه هم کېږي.

د بیزو چیچک د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۸ کال کې هغه مهال وپېژندل شو چې پوهانو په بیزوګانو کې، چې تر څارنې لاندې وې، دا تڼاکې ولیدې او له همدې کبله یې ورته د بیزو چیچک یا ” monkeypox ” نوم ورکړ.

په لومړي ځل په ۱۹۷۰ کال کې یو نهه کلن ماشوم د کانګو هېواد په یوه لیرې پرته سیمه کې پر دې ناروغۍ اخته شو.

د دغه ویروس تر ټولو ډېرې پيښې په کانګو کې رامنځته کېږي او کلنی شمېر یې شاوخوا شپږ زره دی.

په بل افریقایي هېواد نایجریا کې په سږني ډول د دې ویروس درې زره پېښې رامنځته کېږي.

کارپوهان په دې باور دي چې د پېښو شمېر ممکن ډېر وي، ځکه دوی استدلال کوي چې د کمزوري روغتیایي سیستم له کبله ټولې پېښې نه ثبتېږي.

پر افریقا سربیره یو شمېر نورو هېوادونو لکه امریکا او بریتانیا کې هم کله نا کله دا ډول پيښې کیږي او هغه کسان پرې اخته کېږي چې د ناروغۍ د خپرېدو په ځای کې یې له حیواناتو سره تماس نیولی وي.

په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا په شپږو ایالتونو کې ۴۷ داسې پیښې تایید شوې، خو پرې اخته کسانو له کورنیو سپیو دا ویروس اخیستی وو.

تر ټولو زیات پام ماشومانو ته کوئ ځکه چې د بیزو چیچک په ناروغۍ تر ټولو ډېر ماشومانو زیات اخته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب