یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل کې چاودنه شوې

کابل کې چاودنه شوې

تاند(یکشنبه، د جوزا لومړۍ) د ‏کابل د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو چارواکو تایید کړه، چې د پنځلسمې حوزې په سیمه کې د استقلال هوټل مخې ته چاودنې یو تن ټپي کړی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلي او د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.

دغه چادونه د طالبانو د پخواني لوی مشر ملا اختر محمد منصور ( چې دوی امیر المؤمنین باله) د وژل کيدو د شپږمې تلین غونډې له پای ته رسیدو سره شوې ده.

دې غونډې ته د طالبانو ډېری لوړپوړي چارواکي ورغلي وو او په خپلو ويناوو کې یې د سراسري امنيت د تامينولو ادعاوې وکړې.

د دغې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

ځینو عیني شاهدانو د چاودنې په سیمه کې د یو شمېر جسدونو د لیدل کیدو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب