یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+نوی الوتونکی موټر چې ۹۲ زره یې بیه ده

نوی الوتونکی موټر چې ۹۲ زره یې بیه ده

تاند- دا الوتونکی الیکتریک موټر، چې له یوه انیمېشن (کارتوني) فلم څخه په الهام جوړ شوی، په ساعت کې ۶۳ مایله سرعت لري او ۲۰ دقیقې پر له پسې الوت کولی شي.

د دغه موټر وزن ۸۶ کیلو دی.

د بریتانیا د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، تر څه مودې پخوا پورې الوتونکي موټر د خیالي فلمونو (ساینس فیکشن) او داستانونو موضوع وه خو اوس ساینسپوهانو راز راز الوتونکي موټرونه جوړ کړي دي.

په دې ډول موټرونو کې یو هم د سویډن د جیټسنن ون موټر دی چې د «جیټسنز» په نوم له کارتوني فلم څخه په الهام جوړ شوی دی.

دا برقي الوتونکی موټر له مځکې په عمودي ډول پورته کېږي او په یو وار چارج ۲۰ مایله مزل کولی شي.

د دغه موټر جوړوونکي وايي چې بیه یې ورته ۹۲ زره ډالره ټاکلې ده.

جیټسن ون د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې نندارې ته وړاندې شو او ډېرو خلکو خوښ کړ او ډېرو نورو یې د پېرودلو لپاره مخکې تر مخکې پیسې ورکړې.

د جسټن ون جوړوونکې کمپنۍ د دغه موتر دا نوې ویدیو خپره کړې ده.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب