یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی بیرته هېواد ته راستون شو

عباس ستانکزی بیرته هېواد ته راستون شو

تاند(یکشنبه، د جوزا لومړۍ) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزی په افغانستان کې د دې ډلې له بیا واکمنیدو وروسته په دويم ځل بيا کابل ته را ستون شو.

نوموړی، چې ويل کيږي له خپل وزير مولوي امیر خان متقي سره ژور اختلافات لري، دا ځل بيا د طالبانو د رييس الوزرا د لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر په ملتيا او منځګړتوب کابل ته راغلی.

عباس ستانکزی څو ورځې مخکې له څو مياشتيني نادرکۍ څخه وروسته بيا له طالب مشرانو سره، هغه هم له هېواده بهر لیدل شوی و.

ملا برادر د متحده عربي اماراتو د دولت د مشر د مړينې د‌ غمرازۍ په مراسمو کې د ګډون په موخه ياد شوي هېواد ته د سفر په څنډه کې له هلته مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدلي، چې شېر محمد عباس ستانکزي هم ملتیا ورسره کړې ده.

په دې لیدنه کې عباس ستانکزي هم سوداګرو ته وینا کړې او ويلي، چې ټول افغانان یو شان دي او اقلیت او اکثریت یې په منځ کې وجود نه لري.

عباس ستانکزی او کورنۍ یې په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي او د طالبانو له واکمنیدو سره بیا هم هېواد ته ستانه نه شول.

ویل کیږي، چې نوموړی له خپلې ورکړې دندې او صلاحیتونو څخه ناراضه دی، ځکه د بهرنيو چارو وزارت یې خپل حق باله.

عباس ستانکزی د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال هم د دوی د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیال و.

هغه وروسته، په ځانګړي ډول د طالبانو د شل کلنې جګړې د حل و فصل او له امریکا سره د سولې تړون له مطرحو څېرو څخه و.

عباس ستانکزی، چې د داود خان د حکومت په وخت کې یې هندوستان کې پوځي زده کړې کړي، ويل کيږي چې پاکستان او ورسره ډېرو تړلو طالب مشرانو سره ښې اړيکې نه لري، له دې کبله د ورسره وعده شوي بهرنيو چارو وزارت څخه محروم شوی دی.

عباس ستانکزی د طالبانو له واکمنیدو سره، يو ځل هغه هم د ملا برادر په ټینګار افغانستان ته راغلی او دندې ته معرفي شوی و.

د هغه د یوې نیږدې سرچينې په وينا، د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي له عباس ستانکزي سره ښې اړيکې نه لري، په همدې دليل یې نوموړی په وزارت کې بې صلاحيته ساتلی او بیرته هېواد ته پريښودلو ته مجبوره کړی دی.

‏مشهور ژورناليست سمیع یوسفزي د عباس ستانکزي د بیرته هېواد ته ستنیدو په اړه په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي:(( افغان شخصیتونو سره د تماس لومړي نتیجه شیر محمد عباس ستانکزی وطن ته راستون شو !!!.البته ستانکزی صیب چي د کوم وزارت معین دي هغلته زمونږ پير امیر خان متقی صیب د هر مرض دم دعا لري بل چا ته ضرورت نه لیدل کیږي نه به هم موقع ورکول کیږې ..))

ملا متقي او عباس ستانکزي دواړو د خپلو اختلافاتو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب