یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد طلوع نيوز نارينه کارکوونکو هم د اعتراض په ډول مخونه په...

د طلوع نيوز نارينه کارکوونکو هم د اعتراض په ډول مخونه په ماسکونو پټ کړل

تاند(یکشنبه، د جوزا لومړۍ) د طلوع نيوز خبري شبکې نارينه کارکوونکو نن د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د مسلسل ټینګار پر وړاندې، چې وايي د ټلویزیوني خپرونو پر وخت دې ښځینه کارکوونکې په ماسکونو مخونه پټ کړي، نن غبرګون وښود.

د دغې شبکې مشر خپلواک ساپي په خپله فیسبوک پاڼه کې د ټلویزیون د يوې داخلي غونډې عکسونه خپاره کړل، چې نارينه او ښځينه کارکوونکو ټولو پکې خپل مخونه په ماسکونو پټ کړي دي.

خپلواک ساپي له دغو عکسونو سره لیکلي:(( موږ ټول غمجن یوو)).

دا عکسونه په داسې مهال خپاره شوي او په ټولنیزو رسنیو کې ستايل شوي، چې پرون د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په دې اړه پر ښځینه ټلویزیوني نطاقانو د خپلې پریکړې عملي کیدل حتمي وبلل.

پرون په ډېرو ټلویزونونو کې ښځینه نطاقانو د طالبانو له دې پریکړې مخ اړولی او له ماسکونو پرته د ټلویزیون په پرده را ښکاره شوې وې.

په ټولنیزو رسنیو کې له ټولو افغان نارينه ټلویزیوني نطاقانو غوښتل شوي، چې دوی هم د اعتراض په ډول د ټلویزیون په پرده ماسکونه واغوندي او خپل مخونه پټ کړي.

1 COMMENT

  1. د تلویزیون کتونکو ته پیشنهاد:
    ۱ – یا دی دوی هم د تلویزیون د نندارې په وخت کی ماسک وکارَوی.
    ۲ – یا دی تر هغه پوری چی تلویزیون لګیږی خپلی سترګی ئې باید پټی کړی وی.
    داسی ښکاری چی د افغان په غولی کی د نړیوالو استعمارګرانو د ” څیړنو ” د ” لابراتوار ” د چارو کیفیت د انفجار سرحد ته رسېدلئ وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب