یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملا منصور تلين، مجاهد: هغه د افغانانو تر منځ سوله غوښته،...

د ملا منصور تلين، مجاهد: هغه د افغانانو تر منځ سوله غوښته، که ژوندی وای حالت به بهتره و

تاند(یکشنبه، د جوزا لومړۍ) د طالبانو رژيم نن په کابل او يو شمېر ولايتونو کې د خپل دويم لوی مشر ملا اختر محمد منصور ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) د وژل کيدو د‌ شپږم تلين په مناسبت غونډې بللي دي.

پرون د دې ورځې په مناسبت د عمومي رخصتۍ اوازه هم وه، خو د طالبانو چارواکو په دې مناسبت د رخصتۍ اعلان رد کړ.

د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد د اختر محمد منصور د وژل کيدو د تلین په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې نوموړی له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او بيا له افغان لوريو سره د سولې او تعامل غوښتونکی و.

مجاهد پرته له دې، چې د طالبانو د اوسنيو سخت دريځيو په اړه مشخص اعتراض ولري، زياتوي چې که اختر محمد منصور ژوندی وای، د افغانستان وضعیت به د اوس په پرتله بهتره وای.

اختر محمد منصور د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د دوی د هوايي چلند وزير و.

د طالب سرچینو په حواله، نوموړي د طالبانو د تېرې واکمنۍ له پرځېدو وروسته د طالبانو د ليکو په بيرته انسجام کې مهمه ونډه لرله.

هغه ۶ کاله مخکې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امريکا د هوايي برید پر مهال ووژل شو.

ويل کيږي، چې د هغه د وژل کيدو اصلي دلیل له ايران سره نيږدې اړيکې وې او برید هم هغه مهال پرې وشو، چې له ايران څخه پاکستان ته د ستنېدو په حال کې و.

پر ملا منصور د نيشه يي توکيو د پراخ قاچاق او کاروبار تورونه هم وو او ويل کيږي، چې د جګړې لويه برخه عايد يې له همدې کاروبار څخه تر لاسه کاوه.

د هغه يو زوی اوس د کندهار د هوايي ډګر مشر دی.

د ملا منصور د وژل کيدو د تلين په مناسبت نن طالبانو د افغانستان د ملي ټلويزيون په تالار کې غونډه بللې، چې د دوی د رييس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي او نورو چارواکو پکې ګډون کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب