جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهټام ويسټ او رینا امیري له ملا متقي سره ټلیفوني خبرې وکړې

ټام ويسټ او رینا امیري له ملا متقي سره ټلیفوني خبرې وکړې

تاند(یکشنبه، د جوزا لومړۍ) د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو دوو استازو ( ټام ويسټ او رینا امیري) پرون د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي سره په ټلیفون خبرې کړي دي.

 ټام ويسټ په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې پر افغان مېرمنو د دوامداره محدودیتونو په اړه یې د نړۍ د مخالفت پیغام له ملا متقي سره شريک کړی دی.

نوموړي ټينګار کړی، چې نجونې باید ښوونځیو ته لاړې شي او مېرمنې له محدویتونو پرته د پرمختګ لپاره په ازاده کاروبار وکړي.

 د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم دغه خبرې تایید کړي او ويلي، دواړو لوریو هوکړې کړې، چې تعامل ته به دوام ورکوي او د پرتو ستونزو د هواري په برخه کې به له زغمه کار اخلي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وياند څه موده مخکې خبرداری ورکړ، چې که طالبان د ښځو خلاف خپل وضع کړي قيودات بيرته وانخلي، دوی او متحدین به یې پر دغې ډلې بندیزونه ولګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...