شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهملا دلاور: د اشرف غني په ګډون هيچا سره نه مذاکرات شوي،...

ملا دلاور: د اشرف غني په ګډون هيچا سره نه مذاکرات شوي، نه یې اړتیا شته

تاند(یکشنبه، د جوزا لومړۍ) له افغان سیاسي شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو او هېواد ته یې د ستنولو د کمیسیون رييس مولوي شهاب الدين دلاور وايي، چې طالبانو د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني په ګډون هیچا سره نه مذاکرات کړي او نه یې د کیدو اړتیا ویني.

نوموړي د طالبانو له لوري د اعلان شوې « لوېې غونډې» د څرنګوالي په اړه وويل، که دا غونډه ترسره شي، نو هغه خلک به پکې ګډون ولري چې د امنيت او « نظام» په ټینګښت کې يې رول لرلی او په دې برخه کې موثر تماميږي.

مولوي دلاور، چې په عین حال کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هم دی، د ياد شوي کميسيون کاري تګلاره روښانه او وویل، چې دغه کمیسیون به را ستنیدونکو سياسي شخصيتونو او په کور دننه د طالبانو مخالفینو ته له مخالفت څخه د لاس اخیستو په صورت کې هغه امتیازات ورکړي، چې پخوا يې لرل.

سرچینې واضح نه کړه، چې دغه امتیازات به له اقتصادي ناورين سره مخامخ طالبان له کومه برابروي او له امتيازاتو پرته به د ستنیدونکو سياسي شخصيتونو څه حیثیت وي؟

د طالبانو د دغه کمیسیون مشر د هېواد نه بهر ته تللو سياسي شخصيتونو د احتمالي ستنيدو په صورت کې دوی ته د سياسي فعاليتونو د اجازې په ورکړې څه ونه ويل.

هغه په ترکیه کې د طالبانو د يو شمېر مطرح مخالفانو تازه جوړ شوي ايتلاف ته په غبرګون کې وويل، چې دا غونډه موثره نه وه او دوی یې پر وړاندې کومه خاصه پریکړه نه لري.

ځینې شنونکي باور لري، چې د طالبانو د دغه کمېسيون چارې به ناکامې او بې لاسته راوړنې وي، ځکه عملآ يې د مصالحې لپاره ځينې شته فرصتونه رد او له مخالفانو څخه د يو ډول تسليمۍ غوښتنه وکړه.

1 COMMENT

  1. ياره مولوي صاحبګله دا وړۍ به دې شړۍ نه شي او حالات د ښه کېدو په لور نه دي. وينا او کړنې مو سره توپير لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب