Homeخبرونهمتقي: نړۍ دې د مغرضو رسنیو او مخالفانو په آوازو باور نه...

متقي: نړۍ دې د مغرضو رسنیو او مخالفانو په آوازو باور نه کوي

تاند(یکشنبه، د جوزا لومړۍ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د ناروې له سفیر اولي لینډمن او مل پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان پر فعلي وضعیت، بشري، روغتیايي او اقتصادي برخو خبرې کړي دي.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې متقي پر نړېوالو غږ کړی چې د افغانستان وضعیت له نږدې وویني او د مغرضو رسنیو او مخالفینو په خپرو شویو آوازو قضاوت ونه کړي او حقیقت په خپله معلوم کړي.

‏په کتنه کې ویل شوي چې افغانستان او ناروې به یو له بل سره خپلې اړیکې پالي او د همکارۍ له مخې به ستونزو ته د حل لارې پیدا کوي.

طالبانو په یوه بله اعلاميه کې ويلي، چې د رييس الوزرا سیاسي مرستیال یې مولوي عبدالکبیر هم د ناروې سفير سره لیدلي او دغه سفیر ډاډ ورکړی، چې د طالبانو له مخالفانو څخه به ملاتړ نه کوي.

په وروستيو کې له ډېرو بهرنيو دیپلوماتانو سره په لیدنو کې د طالب لوري غوښتنه همدا وي، چې له مخالفانو څخه یې ملاتړ ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...