Homeخبرونهکندوز کې یو صراف او د کورنۍ ۲ غړي یې وژل شوي

کندوز کې یو صراف او د کورنۍ ۲ غړي یې وژل شوي

تاند(جمعه، د ثور ۳۰ مه) ‏‏‏په کندوز کې د طالبانو ځايي چارواکي تاییدوي، چې ناپېژاند وسله والو نن په دې ولايت کې درې تنه وژلي دي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ طالب ویاند عبیدالله عابد وايي چې د رستاق آباد کلي ته څېرمه ناپېژاند وسله وال د یو صراف په ګډون دیوې کورنۍ درې غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

نوموړی وايي چې د قاتل د نیول هڅې پیل شوې دي.

د پېښې انګېزه نه ده په ډاګه شوې، خو ګومان کېږي چې د غلا وجه به وي.

د طالبانو له واکمنیدو سره دا ډول پېښې کمې شوې وې، خو د بې کارۍ او فقر له شدت سره یې د زیاتیدو خبرونه ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...