دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحمدالله محب له افغانانو بښنه وغوښته

حمدالله محب له افغانانو بښنه وغوښته

تاند(جمعه، د ثور ۳۰ مه) ‏د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د ملي امنيت سلاکار ‎ډاکټر حمد الله محب د افغانستان له خلکو څخه د هغه څه له کبله، چې دی د جمهوري نظام د سقوط اصلي دلیل ګڼي، له افغانانو بښنه وغوښته.

حمدالله محب له بي بي سي انګلیسي څانګې سره په خپله مرکه کې وویل؛ هغه تیروتنې چې زما اړوند وې، زه یې مسؤلیت منم او د افغانستان د خلکو څخه بخښنه غواړم.

محب وايي، کله چې په وروستیو کې حالات په ډیرې تیزۍ سره بدل شول، همدا غوره پریکړه وه چې په کابل ښار کې جګړه ونه شي، ښار او اوسیدونکي یې وژغورل شي.

 هغه وايي مونږ باید خپلو خلکو، تاریخ او قربانیو ته ځواب ووایو.

محب په دې مرکه کې د افغانستان له ټولو مسوولو لوریو غواړي چې رامخته شي او د سقوط موضوع روښانه کړي، تر څو له دې څخه زده کړه وشي او د افغانستان خلک یوې ښې راتلونکې ته ولاړ شي.

پر حمد الله محب ځينو پخوانيو امنيتي چارواکو تور پورې کړی، چې په لوی لاس یې طالبانو ته د سيمو د ور پريښودو امر کړی، خو محب دا تورونه ردکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب