پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد امرالله صالح د څو وسله والو ډلو د نیولو خبر ورکړل...

د امرالله صالح د څو وسله والو ډلو د نیولو خبر ورکړل شو

تاند(جمعه، د ثور ۳۰ مه) ‏د طالبانو د رژيم چارواکو ویلي، چې د امرالله صالح څو وسله والې ډلې یې نيولي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د اعلامیې په اساس د پولیسو ځانګړو قطعاتو یې د امرالله صالح په مشرۍ د «مقاومت» تر نامه لاندې ددې ډلې مهم مرکز کشف کړ.

سرچينه زياتوي:(( یادې ډلې کابل او پروان کې ورانکاري فعالیتونه کول چې د کابل په سر کوتل، شکردره او د پروان په سيدخېلو او سالنګ ولسواليو کې له اسنادو سره ونيول شول.))

امرالله صالح په دې اړه څه نه دي ويلي.

نوموړي تر اوسه په خپله مشرۍ د مقاومت د کومې ډلې د موجوديت په تړاو څه نه دي ويلي.

امرالله صالح مخکې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ډلې سره د يو ځای والي خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب