دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د رسنيو د تخطيو د څېړنې کميسيون مو فعال کړ، نړۍ...

مجاهد: د رسنيو د تخطيو د څېړنې کميسيون مو فعال کړ، نړۍ دې قدرونه وکړي

تاند(جمعه، د ثور ۳۰ مه) ‏‏د طالبانو د رژيم وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال ذبيح الله مجاهد د دوی له لوري د د رسنیو د تخطیو د څیړنې کمیسیون د فعالیدو خبر ورکړ.

نوموړي ویلي:(( دا ګام مو هغه ژمنتیا په ډاګه کوي چې د رسنیو څخه د ملاتړ او د هغو شکایاتو ته د رسیدو لپاره موجوده ده.))

ذبيح الله مجاهد زیاتوي:(( نړۍ باید ددغه ګام څخه قدرونه وکړي او د ورته اقداماتو د دوام لپاره د اسلامي امارت لاس نیوی ته را ودانګي.))

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو په اساس، په تېرو ۹ میاشتو کې ۷۱ رسنیو خپل فعالیتونه درولي دي.

‏ها خوا د افغانستان د ژورنالېستانو فدراسیون بیا د تړل شویو رسنیو شمېر لوړ ښيي او وايي، د طالبانو په واکمنېدو سره د اقتصادي ستونزو او نورو عواملو له امله ۲۳۰ رسنیو خپل فعالیتونه درولي او ۶ زره خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د طالبانو چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د رسنيو او په خاص ډول د ښځينه کارکوونکو په اړه یې د دوی قیودات ورځ تر بلې زياتيږي او له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب