یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا برادر: له ډبرو سکرو څخه د بریښنا د تولید ۳۰ کلن...

ملا برادر: له ډبرو سکرو څخه د بریښنا د تولید ۳۰ کلن مواد لرو، توليدوو يې

تاند:( جمعه، د ثور در ويشتمه) ‏د طالبانو د رییس ‌الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو ځانګړي کمېسیون د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید لپاره ټاکل شوی.

د ملا برادر دفتر وايي، چې په غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ د کانونو او پترولیم وزارت او د صنعت او سوداګرۍ خونې مسؤلینو ته دنده سپارلې چې په یاده برخه کې څېړنې ترسره او د کمېسيون‏راتلونکې غونډې ته راپور وړاندې کړي.

سرچینه زیاتوي: د کانونو او پترولیم وزارت له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید لپاره لږ تر لږه د ۳۰ کلونو لپاره خام مواد ورکولی شي.

طالبانو په هېواد کې د پر ځان بسیاینې د پروګرامونو په اړه ډېر ټينګار کړی او په دې برخه کې یې د ځینو هڅو يادونه کړې ده.

يو شمېر خلکو د دوی دا دریځ او لومړنۍ کړنې ستايلي، خو ټينګار يې کړی چې په حکومتي چوکاټ کې د مسلکي کادرونو له ساتلو سره طالبان په دې برخه کې لاسته راوړنې لرلای شي.

پر طالبانو دا نيوکه ډېره کیږي، چې حکومتي جوړښتونه یې د غير مسلکي او طالبانو په ګومارلو سره پاشلي او ګډوډي یې رامنځته کړې، خو طالبان دغه تورونه نه تاییدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب