شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسرچینه: د کابل د جومات په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰...

سرچینه: د کابل د جومات په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه ټپيان شوي

تاند:( جمعه، د ثور در ويشتمه) د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې اړوند د«قمبر څلورلارې» د اهل تسننو په یوه جومات کې نن ماسپښین چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ټاکل شوي ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې دغه چاودنه نن د «ایوب صابر» جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د لومړنیو معلوماتو په اساس په چاودنه کې درې لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.

ځينې نورې سرچينې وايي، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه ټپيان شوي دي.

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

مخکې پر اهل تشيع افغانانو د ورته چاودنو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيست.

معلومه نه ده، چې پر اهل تسننو دغه چاودنې څوک کوي؟

2 COMMENTS

  1. دا څلویښت کاله افغانستان کی وینی توییږی، خو زه مطبوعاتو ته حیران یم که وژل شویو کی له پښتون پرته کوم هزاره ورور ووژل شی بیا نو چیغی شروع شی چی هزاره نسل کشی ده، که له پښتو پرته کوم تاجک ووژل شی، بیا وایی هله نسل کشی جینوسید شوه او کومه چاوده غیر له هلمند، کندهار هرزان قیمت…کونړ ننګرهار… په دشتت برچی کی وشی بیا غرب کل منطقه هزاره نشین عنوانونه کتار شی، بیخ مو شین شه دا افغانستان دی افغانان قتل کیږی او ښه ډیر قتل کیږی قاتل ته یی فرق نشته ټول ورته یو شی دی دا مطبوعات دی دملی تفرقی لپاره یی په غرب کابل ، شیعه او هزاره نشین سیمو بیلوی خو کلونه کلونه چی مشرقی جنوبی کندهار او هلمند کی په زرګونه ووژل شول چا ونه ویل چی دپښتون جینوسید وشو. سید شهدا کی څو متعلیمن شهیدان شول قیامت جوړ شو پکتیا کی کانکور ته راغلی نږدی سل ځوانان د روژې په ماښام قتل شول هیچا غږ پورته نه کړ، وروڼو جهاد ټول افغانستان کی ده یوازی په شیعه نده یوازی په هزاره نده فرق یی مه کوی په پښتنو لا ډیر جهاددی داګز دا میدان ویی شمیرئ.

  2. د افغانانو په سرونو او خصوصا پر پښتنو د زړه له خلاصه سیاسي تجارت روان دی ، هر څوک چې قدرت ته ورسیږي او که مخالفت یا اپوزیسیون کې وي ، دوی وژني او د هغوی په سر امتیاز اخلي . څوک نقد دالر ، پنجابۍ کلدارې او ایراني تومان او ریال اخلي او نور یې په خارج کې د پناهنده ګي لپاره خپل کېس او روایت مستند کوي .
    هغوی چې د پښتنو له آدرسه د واک په ګدۍ ناست دي ، خپلې پرونۍ عقدې پرې سړوي او انتقام له مظلومو افغانانو اخلي .
    افغانانو یا به یو کېږو او یا به ورک کېږو.

    وَٱعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ ٱللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُواْ ۚ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب