یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعبدالله: صحرايي محکمې قومي جګړې پاروي، نړيوال دې وروستۍ پېښې وڅېړي

عبدالله: صحرايي محکمې قومي جګړې پاروي، نړيوال دې وروستۍ پېښې وڅېړي

تاند:( جمعه، د ثور در ويشتمه) د پرزول شوي جمهوري نظام د مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په پنجشير، تخار، اندراب او خوست کې د طالبانو په لاس د ملکي وژنو او صحرايي محکمو ادعاوې تاييد کړي او ويلي، چې دا پېښې « مستندې» دي.

عبدالله عبدالله دغه ادعا شوې پېښې د دیني شعايرو، بشري قوانينو، جنګي اصولو، وطني عرف او نړیوالو اصولو خلاف ګڼلي او غندنه یې کړې ده.

نوموړي په یوه اعلامیه کې د هېواد د څلورو لسيزو پېښو له يادولو سره ویلي، چې د تاريخ په شاهدۍ د انحصار او نورو د څنډې ته بیولو سیاستونو د هېوادوالو ستونزې زياتې کړي او هېواد یې ناورين ته سوق کړی دی.

د پخواني نظام نېمایي شریکوال زیاتوي، چې د هېواد اوسنی ناورين د مذاکراتو، تفاهم، د خلکو ارادې ته د درناوي، مذهبي تنوع او د هېواد شته هويتي- فرهنګي توپیرونو ته په درناوي حلېږي.

د مصالحې د پخواني عالي شورا رییس په کنايوي ډول طالبان د بشري ضدو سياستونو، ځپلو او د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د وضع کولو په سياستونو تورنوي.

د ده په باور، دغه وضعيت به افغانستان منزوي، قومي ناندرۍ به زیاتې او هېواد به کورنۍ جګړې ته سوق کړي.

عبدالله عبدالله له نړيوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د بشري حقونو له اړوندو ادارو غوښتي چې د طالبانو له لوري د ملکي او نورو وژنو وروستۍ پېښې په بې طرفانه ډول وڅېړي او پايلې يې د افغانستان خلکو سره شريکې کړي.

طالبانو د عبدالله عبدالله څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

هغه شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې له کابل څخه د هندوستان پر لور لاړ او د ځينو راپورونو په اساس د طالبانو له شاوخوا ۹ مياشتيني « اسارت او نظربندۍ» څخه وژغورل شو.

طالبان د پنجشېر او نورو سیمو تر څنګ په ټول هېواد کې د خپلو مخالفانو په ځپلو او وژلو تورن دي، خو د ځینو ډلو او رسنيو له لوري د طالبانو کړنو ته په قومي رنګ ورکولو يو شمېر پښتانه فعالان قهریدلي دي.

دوی وايي، چې د طالبانو يوه لويه برخه به پښتانه وي، خو د پښتنو استازيتوب نه کوي او نه هم پښتنو سره کومه خواخوږي لري.

د منتقدینو په باور، که طالب ضد جريانونه ریښتیا ملي او سمه اراده ولري، قومي او سمتي قضاوتونه نه باید وکړي.

1 COMMENT

  1. ښه خبره ده کړی زما په نظر باید نړیوالی محکمه په افغانستان کی دا ۴۵ کلنه او ۲۰ کلنه جنګی جنایتونه چی امریکا، ناټو او ISAF او نورو داخلی او بهرنیو ملګرو یی کړی هم وڅیړی او ټول اړخونه یی په مستند ډول له ولس او نړیوالو سره شریک کړی. زه دا نه وایم چی طالبانو یا مخکینی نظام ظلم نده کړی یا یی څه ندی کړی، پدی څیړنه کی باید نړیوال مجرمین (امریکا، ناټو او پاکستان، ایران) هم شامل شی ځکه پاکستان همدی جمعیت او حزب اسلامی او همدارنګه د ۴۵ کلنی داخلی جګړی په دوران د محقق او خلیلی د ګوند کسانو له ښځو تیان پری کول او د نارینه په سرونو کی میخونه وهل، د جمعیت او حزب اسلامی او ورسره حزب وحدت او جنبش ګوندونو د ظلم له لاس په داخلی جګړو کی کابل په کنډواله بدل شو چی دا کار د شوری په بمبار کی نه وو شوی او همدارنګه یوه رهبر له لاس د کابل د مکرویانو انجونو له ۵ یا ۷ منزل څخه ځانونه ښکته غورځولی، ځکه هغه هم نړیوال بشری جنایت وو.
    نړیوال محکمه باید د امریکا او د ناټو شامل هیوادونه هغه جنګی جرمونه هم وڅیړی چی عبدالله او قانونی ورته ویلی چی تاسی کولی شی بی له اجازی د دولت څخه د خلکو کورونو ته داخل شی چی څه مو زړه غوښتل هغه وکړی چی همدی ټلوالی ډلو د پښتنو په سیمو کی د تلاشی په وخت غلا هم کوله ، چی نړیوال کولی شی له عام ولس څخه پدی اړه د اسناد غوښتنه وکړی او له امریکا او د ناټو او ISAF ځواکونو په اړه په رسانیز ډول دا جرایم اعلان او پدی جرم کی چی چا ورسره همکاری کړی هم نومونه افشا کړی او عام ولس او نړیوالو ته یی وښآیی چی چا ظلم کړی او اصلی مظلومان څوک دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب