شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+احساساتي ولس او د توپانونو هيواد /  عبدالوحيد وحيد

احساساتي ولس او د توپانونو هيواد /  عبدالوحيد وحيد

احساسات او جزبات د يوه غير مترقبه وېروونکې، قهروونکي ناهيلي کوونکي، خواشينوونکې، خوشحاله کوونکي او پاروونکې وضعیت ته د غبرګون ښودلو په پايله کې رامنځته کيږي.  له  غير نورمال وضعیت سره د مخامخ کيدو په مهال سملاسي ناسنجول شوى ګام پورته کول د نفسياتي حالت ناسنجول شوى غوښتنه ده، نو ځکه دغه حالت ډير وخت د ګټور ثابتيدو پرځاى په خپله غبرګون ښوونکي ته د سخت زيان لامل هم ګرزي، خو که لږ شان په سړه سینه، له مشورو فکر او غور وروسته ورته سوکه غبرګون وښودل شي نو د مثبت بدلون مناسبه لامل هم کيداى شي.

کيداي شي زموږ د ولس جينيتيکي جوړښت داسې وي، يا د پوهې د کچې ښکته والى يې لامل وي او يا هم په مسلسل ډول له تراژيديو تحولاتو سره د مخامخ کيدو له امله د قهر ناهيلى او حتى د خوښئ  په مهال هم له غور او فکر او د عواقبو له سنجولو پرته عجالتاً احساساتي غبرګون ښيو چې  پردۍ استخباراتي شبکې زموږ له همدغې نيمګړتيا څخه ګټه پورته کوي.

تفصيل ته نه ځم خو له تيرو څلورو لسيزو راپدیخوا زموږ د ټولنيز شاته تګ لامل د چارواکو د واک حرص، احساساتي کړنې، پردۍ پېښې او له بهر څخه را باندي تپل شوي مشران او د هغوى پردئ اجندا ته د ولس تير احساساتي غبرګون ګڼلاى شو. د هر تحول د رامنځته کېدو په مهال حاکمو ډلو له ولس سره د جبر او توپک د شپېلۍ په زور پاروونکى چلن  کړى دى چې متعاقباً له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.  د حاکمو ډلو په عمل او د ولس لخوا په عکس العمل دواړو کې د احساساتو او جزباتو شتون انکار نه منونکى واقعيت دى.

بدبختي همدغه ده چې له يوې خوا د هوايي احساساتو، عنعنوي تضاداتو، افراطي کړنو او تفريطي غبرګونونو، طبقاتي او دوديزو محرومیتونو له ستونځو سره په مصيبتونو اخته ملت او بل خوا ته ځان خوښوونکي، د واک وږي او له بهر څخه په ملت باندې تپل شوي سياستوال د خپل هېواد د وروسته پاتې کېدو ،کنډواله کولو او د ملي يووالي د پاشل کيدو لامل ګرځيدلي دي.

د احساساتي کړنو حال مو داده چې د موخو له ټاکلو پرته ځينې شخصيتونو ته په ښکنځلو او نور د غبرګون په توګه د ځينو مشرانو په توصيفونو باندې له يو بل سره لاس او ګریوان يو، خو په نړيواله کچه سياسي بهيرونو کې مخونو ته نه، بلکې موخو ته ارزښت ورکول کېږي. اجندا وړاندې کيږي، يا هم اجندا غوښتل کيږي. د اجندا د عملي کولو په برخه کې له سياستوالو سره محاسبه کيږي.

موږ همدغه منفي اړخ پرون هم وځپلو، نن مو هم کړوي او د روڼ سبا څرک مو هم نه لګيږي. پرون مو حاکمې ډلې يو وړوکي شمېر ښځو ته د حقونو په نوم له ټولو نړيوالو قوانينو او له افغاني عنعنو سره په ټکر کې يو اړخيزو امتیازاتو په ورکولو کې د افراطيت خوا نيولې وه او نن مو پرونيو کړنو ته د غبرګون په توګه له ښځو څخه د حقونو د سلبولو په برخه کې د تفريط خوا نيولى ده.

ټول ژوند مو  مخونو ته د ښکلا ورکولو لپاره په سندرو او نغمو کې تير کړ. ويندوى له يوه هيواد سلاکار له بل هيواد او وزير له بل هېواد څخه راشغول کيږي. زموږ د ساده بړينګانو يوه ډله ورته نڅاوې کوي، لاسونه ورته پړقوي، د  “زرکلن شې” “عمر مې د تا شه” محبوب ولسمشر او داسې نورو عاشقانه او مجنونانه دعاګانو باندي يې خولې ترستوني چيرې شى او هغه بله ډله هوايي انقلابيان ورته تخته شي، خوبونه ورته ويني، ترانې ورته غږوي، د حفظه الله، طال الله عمرک، تره مخې، يوسف مخې، سپوږمۍ مخې او ستوري مخې القاب ورکوي.

موږ نشو کولاى خپل احساساتي اړخونه له منځه يوسو بلکې ښه داده چې احساسات په پټولو او يا هم بدلولو پرځاى د يوه مهم اړخ په توګه درک کړو ورباندې مسلط شو او د يوه واقعيت په دول يې ومنو. کله چې موږ احساساتي کيږو، د شاوخوا واقعيتونو د درک وړتيا مو کميږي نو نشو کولاى په همدغه مهال سمه پرېکړه وکړو. دداسې حالت څخه د ځان ساتلو لپاره اړينه ده چې د احساساتو په مهال ژر له غبرګون ښودلو څخه ډډه وشي.

ډير ځله داسې پېښېږي چې احساسات سپيڅلي وي خو د څرګندولو ډول يې مناسب نه وي. که د ناوړه او پاروونکې وضعیت په شاليد او لاملونو باندي فکر وکړو او واقعيتونه درک کړو نو يقيناً د غبرګون لپاره سمه لاره مناسبه لهجه او دوستانه الفاظ موندلاى شو.  اړينه ده چې د مقابل اړخ مجبوريتونه دريز او فکري لومړيتوبونه هم درک کړو، نو بيا کولاى شو پېښو ته مناسب او معقول غبرګون وښيو. د خپلو احساساتو د لاملونو او د مقابل اړخ د پاروونکې عمل د شاليد په تړاو فکر کول ددې لامل ګرزي چې پريکړه د ځان غوښتنې پربنسټ او يو اړخيزه نه وي.

  له ناوړه حالت سره د مخامخ کيدو په مهال ډير وخت انسان د پخوانیو ترخو تجربو او د ويجاړونکې راتلونکي په هکله فکر کوي. اړتیا نشته چې دهغې ماضي په ناکاميو باندې فکر وکړي چې اوس په لاس نه راځي، يا د هغه راتلونکې غم وخورو چې لاهم نه ده رارسیدلى، بلکې ښه داده چې انسان په حال کې ژوند وکړي  له شته ستونزو او وضعیت په رڼا کې تصميم ونيسي. د خپل ځان په پيژندنه او له نورو خلکو د اړيکو په نوعيت باندي راوګرزئ.

په اخر کې به موضوع را خلاصه کړم چې که موږ په ديني مسایلو، ټولنيزو چارو او سياست کې د عيني واقعيتونو او حقایقو ته له پام کولو پرته لکه د اوس په شان احساساتي او نا سنجول شوى ګام پورته کوو، خپلو نيمګړتياو ته د متوجه کيدو او د خپلو تشو د ډکولو پر ځاى سياسي مخالفينو ته د پړې ګوته نيسو، کله يو او کله بل پردى هيواد ته ښکنځل کوو، نو تل به مو ټولنيز نظم او سياسي نظام پاشلى، له نسکورېدو سره مخ او تر پایه به مو د احتياج د کچې د لوړتيا له امله د خپلواکي کچه ښکته ځي. که د سمون لپاره اراده شتون لري نو مجبوراً به د ارزونو، څيړنو، ګروېږنو، سمون او بدلون دود د خپل ټولنيز او سياسي کلتور برخه ګرځوو.

3 COMMENTS

  1. وحید صیب سلامونه او نیکی هیلی!
    کچیری موږ افغانان تیر ۴۵ کلنی جګړیز حالت ته وګورو یا ۱۰۲ کلنی د آزادی او خپلواکی کلیزی ته چی وګورو دا ټول ستونزی او کړاوونه له سیاست او د هیوادوال ته د احساساتی ویناوو له برکت شوی ځکه دلته چی هر نظام یا ځواک راغلی نو سیاست مدارانو یا د هغه نظام پوری تړلو کسانو عام ولس ته چی ۹۰ سلنه یی بی سواده چی هغه لس سلنه یی هم د ۹۰ سلنی تر اغیز لاندی راغلی دی، داسی ویناوی مو کړی چی دا عام ولس یی داسی کندی ته ګزار کړی چی وخت په تیریدو پوه شوی هغه خلک غلط ، کیدای شی دا نوی نظام ښه وی نو چی ترڅو پدی پوهیږی بیا بل نظام ورباندی راغلی وی نو په دومره ۱۰۲ یا ۴۵ کلنی دوران کی همدا ولس تل په سیاسی شعار باندی ساتل شوی مګر کومه اصلی دنده چی د سیاست مداران جوړیږی سرته نده رسولی ، همدا لامل دی چی زموږ ولس هر وخت له سیاست مداره بد راغلی او تل په هر مجلس یا غونډه کی وایی چی هیواد تل د سیاست مدار له لاس تباه شوی بل دا عام بزګر، دریو یا نورو کسب ګرو نده وران کړی ( مګر زما په نظر دا بهتر ده چی ولس ته سیاست حقیقت ووایی چی درک یی وکړی او هر وخت پټی معاملی له ولس سره شریکی کړی چی بیاځلی ولس ورته خیانت کوونکو نوم ورته ونه نوموی)

    • مننه ګل محمد وروره
      يقيناً همداسې ده. زموږ سياسي مشرانو ولس خطا ايستلى دى. دروغ يې ورته ويلي دى. د ګټې ترلاسه کولو په مهال يې د باتور ملت د ازادى خاوره د بازانو کور او د ننګياليو هيواد په نوم ياد کړي دي خو کله چې تنګڅه راغلي بيا مشر له هيواد څخه وتلى دى. موږ هم موخو ته له اهميت ورکولو پرته مخونه معبود ګڼلى. لاسونه مو ورته پړکولو زنده باد او مرده باد مو ورته ويلي.
      بس دغه نننى وضعیت مو هم نه را ويښوي.

  2. سلام
    ډېره په زړه پورې مطلب ته مواشاره کړې ده احساسات . په فرهنګی اوکلتوری لحاظ زموږ دفرهنګ یو ه برخه ده مثبت اوګتور احساسات دسولې اوسلم احساسات ،دپوهې اودانش ،دحلم اوبینش احساسات خو دانسان دژوند ستر ملګری دی.مګر راغلو دلاف او ګزاف ،باټو او ګواښونو احساساتی لوری ته چې له بده مرغه زموږ فرهنګ سره له وزیر نیولې بیا تر چاپراسی پور ې شتون لری زموږ ولس احساساتی برخو او جهتونو اومسولیتونو،مدیریت ،کمزورو اړیکو، خودخواهیو او له واقعیت لیرې احساساتی بړاسو نو او سرابونو کې بهترین طلایی چانیسونه له لاسه ور کړی او ورکوی یی.موږ خپلې پښې په تېشه پخپله وهو . موږ خپل مشروعیت له نابلدی احساساتی کړی ځکه موږ په کورکې دهم پذیری ، تعامل، پریکړې دریځ نه لرو اوبه سوله باور .
    ګوتریش دملګرو ملتو سر منشی مو دپټو دروازو تر شا دتروریزم قاموس ته یو خل بیا سباری موږټول احساساتی او دیوتیوب اتڼوننه راڅخه جوړشوی عاقبت په خیر. کور مودان خوښ اوسی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب