یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد یوناما مشره: په څو برخو کې کیدونکې نړيوالې مرستې د ښځو...

د یوناما مشره: په څو برخو کې کیدونکې نړيوالې مرستې د ښځو په اړه قیوداتو ځنډولي دي

تاند:( پنج شنبه، د ثور دوه ويشتمه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما دفتر مشره مېرمن ديبورا لاينز وايي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د وروستيو قیوداتو له کبله له افغانستان سره په ځینو برخو کې کیدونکې مرستې ځنډیدلي دي.

مېرمن لاینز د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال وويل، چې نړيواله ټولنه افغانستان سره مرستې ته لېواله ده.

د هغې په وينا ملګري ملتونه د کوکنارو او نورو نیشه یي توکیو او ماینونو پر وړاندې د مبارزې تر څنګ له کروندګرو او مالدارانو سره د عاجلو مرستو نیت لري، خو د ښځو په اړه د طالبانو قیودات سبب شوي، چې دا مرستې ټکنۍ شي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، مېرمن لاینز دا هم ویلي، چې د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خلاصون لپاره هم هلې ځلې کوي.

 د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، چې دوی د ښځو د زده کړو او کورونو نه د وتو مخالف نه دي او اوس هم د روغتيايي سکتور په ګډون په ځینو برخو کې ښځی فعاله او په دندو بوختې دي.

مولوي کبير هیله ښودلې، چې په دې اړه اندیښنې به ژر حل شي، خو نور یې په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره اونۍ پر ښځو د جبري حجاب فرمان صادر او وويل، چې د سرغړونکو نجونو او ښځو د کورنۍ سرپرستان به یا درې ورځې بندیان او يا محاکمه کړي.

امريکا متحده ايالاتو په دې اړه خبرداری ورکړ، چې که دا قیودات وانخیستل شي، نورو هېوادونو سره په ګډه به پر طالبانو بندیزونه ولګوي.

طالبانو بيا وويل، چې دا یې کورنۍ موضوع ده او چا ته پکې د لاسوهنې حق نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب