Home+د طنز رسالت / عتیق الله خادم

د طنز رسالت / عتیق الله خادم

طنز او ټوکې ټکالې یوازې د ساعتیرۍ فرهنگ نۀ دی، دا د ظلم، زبېښاک، استثمار، بې عدالتۍ او بې انصافۍ پر وړاندې د جنگیدونکو بې وسه خلکو وروستۍ مرمۍ ده. ځکه خو یو لیکوال وايي چې: «طنز هغه تېره چاړه ده، چې د دښمن سر پریکوي؛ خو هغه یې خوږ نه شي حس کولای.»

تاریخ راښيي چې جنایتکارانو او د واک پر گدۍ ناستې طبقې ټوکمار او طنز لیکوال ځکه ځورولي، چې دوی د هغوی جادو مات کړی، د دوی شخصیتونه یې را پرځولي او پۀ ریشخند – ریشخند یې خپل قطار ته راوستي دي.

دا د قدرت طلبه خلکو لپاره ستر ځور دی چې پوه شي چې ګني دوی هم د نورو غوندې عادي انسانان دي، نه خدایان.

د طنز بله گټه دا ده چې خلک لۀ خندولو وروسته نیمگړتیاوو ته متوجې کوي. دوی ته د بحث، انتقاد او ډیالوگ زمینه برابریږي. تر څو پۀ ورځنیو سیاسي موضوعاتو/ خالاتو له یو بل سره خپل نظرونه تبادله کړي.

دلته خلک دا زده کوي چې څۀ ډول خبرې وکړي، چې گرم هم نه شي او موخې ته هم ورسیږي. پۀ ټوکو ټکالو سره د بېچاره خلکو د زړه بړاس هم وځي او هغوی ته د مقاومت کولو حوصله ورکوي.

د فرانسې یو عالم وايي چې پر احمقانو او ظالمانو وخاندئ. لۀ هغوی څخه کرکه مۀ کوئ؛ ځکه دا د کمزورۍ نښه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...