یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبلخ کې په ۲ میلیون ډالرو د اطفايې يوه عصري وسیله فعاله...

بلخ کې په ۲ میلیون ډالرو د اطفايې يوه عصري وسیله فعاله شوه

تاند:(پنجشنبه، د ثور دوه ويشتمه) په بلخ کې د طالبانو چارواکو ویلي، چې په دوه میلیونه ډالرو یې د اطفايې يوه عصري وسیله فعاله کړې ده.

د‌ طالبانو د اطفايې عمومي رییس حافظ نور الله بلخ ته د سفر پر مهال ويلي چې دغه وسیله لیفټ او زینه دواړه لري.

د سرچينې د معلوماتو په اساس، دغه اطفایه تر شلو پوړونو (۵۲ متره ارتفاع) پورې د اور وژنې وړتيا لري.

سربېره پر دې کولای شي، چې په اور کې ايسار انسانان وژغوري.

د يادې وسیلې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب