Homeخبرونهد کوکنارو د کښت ختمول،‌ د ملا هیبت الله اخوند د فرمان...

د کوکنارو د کښت ختمول،‌ د ملا هیبت الله اخوند د فرمان تطبيق پيل شو

تاند:( پنج شنبه، د ثور دوه ويشتمه) په هلمند کې د طالبانو امنيتي چارواکو ويلي، چې د کوکنارو د کرکيلې د له منځه وړلو کمپاين يې پيل کړی.

د دوی په وینا، دغه کمپاين يې په نوزاد، واشير،‌ باباجي او مارجې ولسواليو کې پیل کړی.

د‌ سرچينو د معلوماتو په اساس، تر اوسه یې د کوکنارو لسګونه جريبه فصل له منځه وړی او دا لړۍ لا پسې دوام لري.

د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) څه موده مخکې د کوکنارو او نورو نیشه یي توکیو د کرلو او کاروبار د مخنيوي او عاملانو سره یې د سخت چلند حکم ورکړ.

ياده پرېکړه د ځينو نړيوالو لوريو له هرکلي سره مخ شوه، خو افغان کروندګرو ټینګار وکړ چې د کوکنارو د بديل معيشت غم یې باید وخوړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...