یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسرچينې: خلیلزاد په پټ ماموريت پاکستان ته تللی او عمران خان سره...

سرچينې: خلیلزاد په پټ ماموريت پاکستان ته تللی او عمران خان سره یې هم لیدلي

تاند:(پنجشنبه، د ثور دوه ويشتمه) د پاکستان ځینو خبري سرچينو ويلي، چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا مستعفي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته د يوه ځانګړي ماموريت لپاره سفر کړی.

د‌ سرچينو د معلوماتو په اساس، خليلزاد په دغه سفر کې د پاکستان د ګوښه شوي او ظاهرا امريکا ضد صدراعظم عمران خان په ګډون يو شمېر مطرحو سياسي څېرو سره لیدلي.

د زلمي خليلزاد د سفر اجنډا او نور جزییات تر اوسه نه دي رسنيز شوي او نه هم رسمي سرچينو دغه سفر تاييد يا رد کړې دی.

ګومان کېږي، چې د سفر دغه ادعا شوي سفر اصلي هدف به پر امريکا د ګوښه شوي صدراعظم عمران خان د بېسارو نیوکو د مخنیوي هڅه او دغه راز له امریکا سره د پاکستان د کمرنګه شویو اړیکو بیرته ترمیم وي.

عمران خان له واکه تر ګوښه کیدو وروسته، پر امريکا متحده ايالاتو تور پورې کړ، چې د نوموړي له واک څخه په ګوښه کیدو کې یې اصلي نقش لوبولی.

امریکايي چارواکو دغه ادعاوې رد کړې، خو وروسته يې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن د پاکستان د نوي حکومت د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري سره په ټلیفوني اړیکه کې د اړیکو په ښه کیدو او پراختيا خبرې وکړې.

1 COMMENT

  1. امریکا کوښښ کوی چی عمران خان په یو شی باندی راضی کړی مګر کچیری عمران خان له خپلی خبری تیریږی نو د پاکستان ولس او هلته شته عدالتی نظام کیدای شی دده په وړاندی بل ډول چلند او فکر وکړی ځکه چی یوځل لیری شوی وایی چی پدی کی د امریکا او پوځ لاس وو مګر بیاځلی ووایی چی د پوځ او د امریکا لاس نه وو نو ولس به ورته وایی چی دا څو اوونی دا ولس د شپی له لوری ولی لاریون کولو ته رابلل آیا په ولس تجارت کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب