یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسوله ییزې هڅې، سياسي شخصيتونو سره د ط د اړيکو کميسيون لومړنۍ...

سوله ییزې هڅې، سياسي شخصيتونو سره د ط د اړيکو کميسيون لومړنۍ غونډه وکړه

تاند:( پنج شنبه، د ثور دوه ويشتمه) د طالبانو د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ پرون د طالبانو د حکومت هغه کميسيون خپله لومړنۍ غونډه ترسره کړې ده، چې له هېواده وتلو سیاسي څېرو سره د اړیکو او د هغوی د ستنولو لپاره کار کوي.

د طالبانو د حکومت د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني ويلي، چې په دې غونډه کې د کميسيون رييس مولوي شهاب الدين دلاور او غړو ګډون درلود.

سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې هېواد ته د سیاسي شخصیتونو د ستنولو په اړه لازمې پریکړې وشوې.

د‌ دغو پريکړو جزییات رسنیو ته نه دي په ډاګه شوي.

یاد شوی کمیسیون شاوخوا دوه مياشتې مخکې د طالبانو د رييس الوزرا ملا حسن اخند په مشرۍ د دوی د کابينې د شورا په غونډه کې رامنځته شو.

دغه کمیسیون له رامنځته کيدو څخه تر اوسه پورې غونډه نه وه کړې،‌ چې له نیوکو سره سره مخ شوی و.

اوړمه ورځ د طالبانو د کورنيو چارو وزير او د حقاني شبکې مشر مولوي سراج الدين حقاني هم د دوی وسله والو مخالفانو ته وويل، چې د خبرو دروازې یې ورته پرانيستي دي.

د طالبانو مخالفانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې طالبان د داسې ژمنو او څرګندونو په اړه په وعده خلافۍ تورن کړي وو.

د‌ یادونې وړ ده، چې په وروستيو کې له یو شمېر ولایتونو څخه د طالبانو خلاف د جګړې خبرونه هم زیات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب