یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+شک/ ارمان قريشي

شک/ ارمان قريشي

سړي دروازه په زوره وټکول څو سانيې ودريدی له ځننه خوا هيڅ ځواب نه وو دا ځل يې دروازې ته په خښم لغته ورکړه د پښې په نوکانو کي يې درد احساس کړی.
ښځې ږغ کړه، څوک يې؟
سړي په کاوړ وويل، زه يم.
ښځې دروازه خلاصه کړه له سره ترهېدلی ټکری يې پر سر سم کړی، سړي منډه کړه لالهانده په يوه کوټه ننوتی په بله ووتی بيرته ښځې ته راغلی؛ هله ژر کوه راته ووايه څوک درته راغلی وو؟
ښځې سر کښته ځړولی وو، سړي په تکرار سره ښکنځل کول؛ هغې ږغ نه کولی سترګې يې له اوښکو ډکې وې.
سړی خښميدلی وو ښځه يې د سر تر وېښتانو را کش کړه د اوږو په ميان کي يې درې څلور سوکه ووهله.
د ښځې ساه بنده سوه پر مځکه ولويده په اوړو لړلي لاس يې پر سینه ونيولی، سړی خپلې کوټې ته ولاړی له جېبه يې په اوږده پائپ پېيلی بلب راوکښ د لائټر لمبه يې بلب ته ونيوله څو خوندور کشونه يې سېنې ته تېر کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی