یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهبېلابېلې پېښې، ۸ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي

بېلابېلې پېښې، ۸ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي

تاند:( دوشنبه، د ثور پينځمه) ‏‏د افغانستان له څو پېښو څخه تر لاسه شوي جزییات څرګندوي چې د دغو پېښو له کبله ۸ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د ننګرهار له خوږیاڼو ولسوالۍ څخه تر لاسه شوی راپور ښيي، چې د طالبانو پر يوه موټر د چاودنې په تور طالب ځواکونو ۴ شکمن کسان په مرموز ډول وژلي.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د‌ کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې بیا يو شپاړس کلن ځوان نا څرګندو وسله والو وژلی دی.

د وژل شوي ۱۶ کلن ادريس احمد پلار حاجي خیرو جان وايي، چې هیچا سره شخصي دښمني نه لري او طالبان یې باید د زوی قاتل ونیسي.

په نورستان ولايت کې بيا د ترافيکي پېښې له امله د واما ولسوالۍ پخوانی ولسوال، امنیه قومندان او د استخباراتو اوسنی مدیر د ۲ نورو کسانو په ملتيا وژل شوي او ۵ نور طالبان ملګري یې ټپيان شوي دي.

د افغانستان یو شمېر خبریالان وايي، چې هره ورځ ډېرې نورې داسې پېښې هم کيږي، خو طالبان يې رسنیز کیدو ته نه پریږدي.

طالب چارواکي بيا د رسنيو د محدودولو په اړه ادعاوې بې بنسټه ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب