Homeخبرونهايران: پښتانه د افغانستان اکثريت نه، بلکې نورو قومونو غوندې یو اقلیت...

ايران: پښتانه د افغانستان اکثريت نه، بلکې نورو قومونو غوندې یو اقلیت دي

تاند:( دوشنبه، د ثور پينځمه) ‏‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند سعيد خطیب زاده په یوه بېساري دریځ کې د افغانستان د قومي جوړښتونو په اړه مغرضانه خبرې کړي دي.

نوموړي نن په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې پښتانه د افغانستان اکثريت نه، بلکې نورو ډېرو قومونو غوندې اقلیت دي.

ایراني وياند مدعي شو، چې افغانستان کوم اکثريت نه لري او د اقلیتونو هېواد دی.

د نوموړي دا څرګندونې د یو شمېر افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د افغانستان مشهور ژورناليست او لیکوال ډاکټر داوود جنبش او ګڼو نورو خلکو د ایراني وياند یادې څرګندونې غندلي او د افغانستان په کورنيو چارو کې شرمونکې لاسوهنه ګڼلې ده.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ايراني ویاند نن په افغانستان کې د داعش ډلې د بریدونو په زیاتیدو له اندیښنې ښودلو سره ويلي وو، چې هېواد به یې په دې برخه کې د مقابلې لپاره ژر لاس په کار شي.

د نوموړي يادو څرګندونو ته هم طالبانو غبرګون نه دی څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...