یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+د افغان نجونو فوټبال لوبډلې د جلاطونۍ لومړۍ مسایقه

د افغان نجونو فوټبال لوبډلې د جلاطونۍ لومړۍ مسایقه

تاند(دوشنبه، د ثور ۴ مه) په اف غانستان کې د طالبانو له واک ته رسشطدو او د افغانستان د نجونو د ټیم له جلاوطنه کېدو وروسته دا لوبډله په لومړي وار د مسابقې میدان ته راووته.

د استرالیا د سنډې مارنینګ هیرالډ خپرونې د راپور له مخې، په دې مسابقه کې، چې د استرالیا د اې لیګ په همکارۍ وشوه، افغان لوبډله له میلبرن ویکټري ټیم سره مخامخ شوه.

د استرالیا په ملیبرن ښار کې دا سیالي صفر په صفر مساوي شوه.

د افغانستان د نجونو د فوټبال ۳۰ لوبغاړي او د هغو روزونکي یوازې یوه میاشت وړاندې د ګڼو نورو افغانانو ترڅنګ استرالیا ته ورسول شوې.

افغان لوبغاړو د میلبرن په سیالۍ کې د دود خلاف پر خپلو کمیسونو د کورنیو نومونه نه وو لیکلي. د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا کار د دې لپاره شوی و چې په افغانستان کې د هغوی خپلوانو ته زیان ونه رسېږي. د کورنیو د نومونو پر ځای افغان لوبغاړو پر خپلو کمیسونو مستعار یا لومړي نومونه لیکلي و.

که څه هم افغانستان په اویایمه لسیزه کې د نجونو د فوټبال، والیبال او باسکټبال ټیمونه لرل، خو له یوې اوږدې وقفې وروسته، چې څو لسیزې یې دوام وکړ، په ۲۰۰۷ کال د نجونو د فوټبال لوبډله جوړه شوه.

دې لوبډلې په ۲۰۱۰ م کال لومړۍ نړیواله مسابقه وکړه او د نیپال لوبډلې ته یې دوه پر صفر ماتې ورکړه.

د ملبرن ویکټري کلب د افغان نجونو له فوټبال لوبډلې سره همکاري کوي او هغو ته یې په خپل کلب کې د تمرین امکانات برابر کړي دي.

تېره میاشت د افغان لوبډلې کیپتانې فاطمې ویلي و چې د ملیبرن ویکټري په تاسیساتو کې له څه مودې راهیسې تمرینونه کوي او بیا د مسابقو میدان ته راوځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب