Homeخبرونهننګرهار کې د یوه ناروغ له پښتورګي شاوخوا ۵۰ ډبرې وايستل شوې

ننګرهار کې د یوه ناروغ له پښتورګي شاوخوا ۵۰ ډبرې وايستل شوې

تاند:( دوشنبه، د ثور پينځمه) ‏د ‎ننګرهار عامې روغتيا رياست اړوند د پښتورګو ملي روغتون کې د مطيع الله په نوم يو ناروغ له چپ پښتورګي څخه شاوخوا پنځوس لويې اووړې تيږې د عمليات په ترڅ کې وايستل شوې.

د دغه ولايت روغتيايي چارواکي وايي، چې د ناروغ ښي پښتورګی پخوا عملیات شوی و او د چپ د تېږو د کراټينين مقدار هم ډېر لوړ و چې په کاميابۍ سره ترې وايستل شوې.

د نوموړي د ناروغۍ او عملياتو د څرنګوالي په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

په وروستيو کلونو کې د ننګرهار ډاکټرانو د ورته مختلفو نورو حیرانونکو عملياتو خبر ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې ګڼ افغان ناروغان لا هم ګاونډيو هېوادونو ته د درملنې لپاره ورځي.

په کور دننه د روغتيايي ستونزو د نه حلیدو یو اصلي دلیل دا ګڼل کېږي، چې حکومتونو پر روغتيايي سکتور اساسي کار نه دی کړی او د وسایلو او تجهيزاتو کمښت او نه معياري توب پر افغان ډاکټرانو او خدماتو یې د کمرنګه باور سبب شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...