یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، افغان ط البانو د پاکستاني ط په اړه اقدامات پیل...

پاکستان وايي، افغان ط البانو د پاکستاني ط په اړه اقدامات پیل کړي

تاند(دوشنبه، د ثور ۵ مه) د افغانستان د ط البانو حکومت ډیورنډ کرښې ته له نژدې سیمو د هغو پاکستاني طالبانو د لېرې کولو لپاره اقدامات پیل کړي چې پاکستان وايي د افغانستان له خاورې وراوړي او پر پاکستاني پوځیانو له بریدونو وروسته بېرته افغانستان ته تښتي.

د پاکستان یوه جګپوړي چارواکي، چې له دې موضوع سره، سروکار لري، ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې له وروستیو پر له پسې بریدونو وروسته افغان طالبانو یو شمېر پاکستاني طالبان له پولې نورو سیمو ته بیولي دي.

 ده په عین حال کې وویل چې پاکستان افغان طالبانو ته په زغرده خبر ورکړی چې په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پر ضد کلک اقدام وکړي کنې ناوړه عواقب به یې وویني.

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) له افغان طالبانو سره د امریکا او د افغانستان د پخواني حکومت پر ضد په جګړه کې پراخه برخه اخیستې او هڅه کوي چې په پاکستان کې هم د افغان طالبانو په شان اسلامي حکومت جوړ کړي. ټي ټي پي هیله لري هماغسي چې دوی له افغان طالبانو سره په افغانستان کې د اسلامي امارت په جوړولو کې مرسته وکړه، افغان طالبان به له دوی سره په پاکستان کې د اسلامي نظام په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

افغان طالبانو ښايي په همدې خاطر تراوسه پورې د پاکستاني طالبانو پر ضد اقدام نه کاوه.

پاکستاني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې ډیورند کرښې ته له نژدې سیمو څخه د یو شمېر پاکستاني طالبانو ایستل د پاکستان لپاره د منلو نه دي، پاکستان له افغان طالبانو غواړي چې د پاکستاني طالبانو هر راز حملې په کامل ډول ودروي.

«زموږ غوښتنه بیخې روښانه ده او هغه دا ده چې دا ډلې باید له منځه یووړل شي او یا داسې چلند ورسره وشي چې بیا هیڅکله موږ ته ګواښ پېښ نه کړي.»

پرون د طالبانو د اسلامي امارت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د خپل پلار او د طالبانو د تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد د نهم تلین په مناسبت په غونډه کې پر افغان خاوره د پاکستان وروستیو بریدونو ته هم اشاره وکړه او په وینا يې دغه پېښه يې د هېواد د ملي مصالحو له کبله زغملې او که چيرې بیا تکراریږي؛ نو ښايي ویې نه زغمي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب