یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهايران په افغانستان کې د داعش ډلې خلاف د مبارزې خبر ورکړ

ايران په افغانستان کې د داعش ډلې خلاف د مبارزې خبر ورکړ

تاند:( دوشنبه، د ثور پينځمه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند سعید خطیب‌زاده په افغانستان کې د داعش ډلې فعاليتونه د اندیښنې وړ وګڼل.

نوموړي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې طالبان د دې ډلې د فعالیتونو په مهارولو او امنيت راوستو کې پاتې راغلي دي.

د سرچينې د معلوماتو په اساس، دوی چمتو دي چې په افغانستان کې د داعش ډلې خلاف مبارزې لپاره خپلې تجربې له طالبانو سره شریکې کړي.

ایراني وياند په خپلو خبرو کې له طالبانو څخه مشخصه يادونه نه کوله او د « حاکم لوري» نوم یې ورته اخيست.

هغه مشخصه نه کړه، چې په مشخص ډول یې هېواد د داعش ډلې خلاف مبارزه کې څه او په کوم ډول رول غواړي ولري او آیا په دې اړه طالبانو يا بل کوم لوري سره غږیدلي کنه؟

طالبانو په وروستيو کې ډاډ ورکړی، چې د داعش ډلې د وروستيو بریدونو عاملين به نيسي او سختې سزاوې به ورکوي.

ځینې امنيتي شنونکي بيا انديښنه لري، چې ایران د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتېدو په پلمه په افغانستان کې پر خپلې نيابتي جنګي ډلې « فاطمیون» پانګونه کوي.

د دوی په خبره، دې ته په کتو سره چې ایران دې ډلې ته مخکې هم د پيسو او مذهبي توجیهاتو په اساس تر ډېره افغان شیعه ګان د جنګیالیو په توګه جذب کړي وو، اندیښنه شته چې دا ځل د همدې ډلې له پراختيا سره په افغانستان کې د خپلو نيابتي موخو لپاره شدیدې جګړې رامنځته کړي.

طالبانو د ايراني چارواکو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

څه موده مخکې د پاکستان پوځ په دې پلمه د افغانستان په خوست او کونړ ولايتونو کې په دې پلمه هوايي بریدونه ترسره او د څه باندې ۲۰ ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ووژل، چې ګواکې افغان خاورې نه یې پر پوځيانو پاکستاني طالبانو بریدونه کړي وو.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد پرون وويل، چې د دغو بریدونو پر وړاندې یې د « ملي مصالحو» لپاره غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب