جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین بیګا ته د غازي امان الله خان تلین نمانځي

منظور پښتین بیګا ته د غازي امان الله خان تلین نمانځي

تاند:( دوشنبه، د ثور پينځمه) ټاکل شوې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین نن شپه له روژه ماتي وروسته د افغانستان د ملي اتل او مترقي پاچا غازي امان الله خان د وفات ۶۲ تلین ونمانځي.

ويل شوي، چې ښاغلي پښتین دا مراسم په ولسي بڼه په خپل کور کې پلان کړي او پکې د غازي پاچا پر ژوند، مبارزو، افکارو او تاریخ تفصیلي خبرې کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبر دغه اقدام ستایلی او ويلي، په داسې حال کې چې افغانستان د غازي امان الله خان د ارمانونو خلاف په يوه افراطي او له ازادۍ څخه محروم مسير باندې روان دی، داسې غونډې د امان الله خان د ازادۍ غوښتنې، ترقۍ خوښولو او ملت پالونکي افکارو له ژوندي ساتلو سره مرسته کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر افغان فعالانو د غازي امان الله خان د وفات د تلين په مناسبت د هغه په نوم ځانګړې اونۍ هم اعلان کړې او د هغه د افکارو، مبارزو او لاسته راوړنو په اړه مختلفې ليکنې کوي.

پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ ته په پام سره، ګومان نه کېږي چې د غازي امان الله خان تلین به په شانداره ډول ونمانځل شي.

1 COMMENT

  1. سلامونه؛ډېړښه اقدام دی
    زنده باد ،نر پشتون بهادر پښتون منظور پښتون منظور پشتون/پشتين

    اوس دې نو ګلخانان، افغان مرتجعین او مجاهد نما ګان ؛ داعششموله لڼډغران دې د امان الله خان غازي له نوم څخه سدکه سي.

    وخت ېې دی چې لر او بر پښتانه او افغانان چې د امان الله خان د پرمختګونو او قوانینو په موډرنه نړۍ لید سره سمبال دي په څنګ کې ېې د ارواښادو باباګانو باچا خان، خان شهید عبدالصمد خان ،ایپي فقیر، ملا پوونده، پیر روښان، د ترنګزو حاجي صاحب ا.د.ن. د کاڼو کرښې خپل مشال وګرزوي او په یو پلیټفارم راغوڼډ شي چې زما په نظر: پښتون/افغان ژغورنې غورځنګ+ ملي عوامي پارټي+پشتونخوا ملي پارټۍ+ انصاف غوښتونکي + ملي ډیمکراټیک قوتونه … دا پوټنسیل لري او ځوان رهبر هم لري!
    په جنت دې وي د مرحوم غازي امان الله خان سپیڅلې ارواه او ورسره د آزادۍ د لیارې ګلګونو شهیدانو او غازیانو…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب