Homeخبرونهپاکستان کې ايسارو افغانانو ته د افغانستان د سفر اجازه ورکړل شوه

پاکستان کې ايسارو افغانانو ته د افغانستان د سفر اجازه ورکړل شوه

تاند:( دوشنبه، د ثور پينځمه) په پاکستان کې د طالبانو د سفارت چارواکو ويلي، چې پاکستاني چارواکو سره يې په دغه هېواد کې د ايسارو افغانانو د وتو په اړه هوکړه شوې ده.

د سفارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې په تورخم او پاکستان کې ايسار افغانان د روانې ثور میاشتې تر نهمې پورې خپل هېواد ته ستنيدای شي.

د سرچينې د معلوماتو په اساس، دغه ايسار پاتې افغانان د خپلو تذکرو له مخې افغانستان ته سفر کولای شي.

په وروستيو کې ګڼو افغانانو شکايت درلود، چې پاکستاني پوليس له تورخم څخه خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه نه ورکوي.

طالب چارواکو د دې ستونزې د حل ډاډ ورکړی و.

د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له بيا واکمنیدو سره سلګونه زره افغانان په قانوني او ناقانونه توګه د طالبانو له وېرې يا د بې کارۍ له کبله پاکستان او ايران ته تللي، چې هلته یې د زياتو ستونزو خبر ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...