یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+بهر ته څنګه په اسانه لاړ شو؟

بهر ته څنګه په اسانه لاړ شو؟

ښویالی شاه محمد بشیر

زموږ ډېری ځوانان په دې لټه کې دي، چې څنګه د کار، زده کړو… لپاره بهر ته لاړ شي. ډېری یې هڅه کوي، چې په غیر قانوني توګه دغه لوی او خطرناکه سفر ته ملا وتړي. خو ولې په اسانه، ارزانه او راحت ډول باندې بهر ته لاړ نشو؟

زه چې څومره ځوانان پېژنم، ډېری هغه ځوانان بهر ته د تګ اراده لري، چې له ښوونځي او یا هم پوهنځي فارغ دي. زموږ د ځوانانو لومړنۍ ستونزه دا دی چې زده کړې یوازې د خلاصولو او وخت تیرولو لپاره وي، نه د کار بازار کې د کار پیدا کولو لپاره.

هغه ځوانان چې غواړي بهر ته لاړ شي، لنډه، راحته او ښه لار یې دا دی، چې د سکالرشیپ له لارې کولای شي، په عزت او ابرو باندې بهر ته لاړ شي. د افغان ځوانانو لپاره بهرني هېوادونه هر کال په زرګونه سېټه بورسونه اعلانوي، چې دغه بورسونه ښه امتیازات هم لري. د سکالرشیپونو لومړنۍ ښېګڼه دا دی چې په اسانۍ باندې په کمو ورځو کې تاسې هغه هېواد ته رسېدلی شئ. هغه ستونزې چې په قاچاق  ډول باندې په تګ کې شته، له هغې نه خلاصیږئ. د مرګ، ورکې، ډېر ورخت تېریدل… پکې حتمي دي. ځوانان چې په رسمي او قانوني ډول باندې لاړ شي، هلته له هر ډول امکاناتو برخمن کېدلی شي. زده کړې کولای شي، د زده کړو ترڅنګ کار هم کولای شي. تاسې کولای شئ، د وخت په تېریدلو سره په هماغه هېواد کې د ځان لپاره کار پیدا کړئ. د زده کړو له خلاصېدلو وروسته کولای شئ، چې هماغلته دنده پیدا کړئ؛ ځکه داسې له هغه چاپیریال سره بلدیږئ، خلکو سره شناخت پیدا کوئ، ژبه مو زده کېږي…

خو څنګه دغه سکالرشیپ ترلاسه کړو؟

د سکالرشيپ لومړنی شرط په ژبه پوهېدل دي. د هر بهرني هېواد د سکالرشیپ لپاره چې تاسې ورته له نوم لیکنې نیولې، تر زده کړو پورې اړین او اساسي شرط یې ژبه دی. په سختو حالتو کې تاسې د هغې لپاره د ژبې زده کړه پلان کړئ. تجربو ښودلې چې هر ډول ژبه په شپږو میاشتو کې دومره زده کېږي، چې تاسې پرې خبرې، لیکنه؛ افهام او تفهیم وکړی شئ. 

ځوانانو که غواړئ، په راحته، ارزانه او اسانه بهر ته لاړ شئ؛ نو سر له نن نه د ژبې په زده کړه پیل وکړئ، کال وروسته حتمآ تاسې بورس ترلاسه کولای شئ. که چېرې په غیر قانوني ډول وغواړئ، په ډاډ سره درته ویلی شم، چې کالونه به هم ونشې کولای چې بهر ته لاړ شئ. که چېرې غواړئ، معتبرو سکالرشیپونه ترلاسه کړئ؛ نو همدا نن د ژبې په زده کړه پیل وکړئ او کال وروسته پلان شوي، هېوادته په اسانه، ارزانه او راحته ډول باندې لاړ شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب