یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په روژه کې د مخ د ښکلا لپاره یې ولولئ

په روژه کې د مخ د ښکلا لپاره یې ولولئ

ډاکتر رحیم

یو شمیر پیغلې او ځوانان د مخ پوستکي او ښکلا ته ډیره پاملرنه کوي، چې تر څو خراب نشي، خو د روژې په میاشتې کې ورته اندیښنه یې ډیره وي، داسې فکر کوي، چې د ولږې او تندې سربیره، د اوړي ګرمه هوا به یې مخ ضرور خراب کړي او د اختر په ورځو شپو کې به میلمنو ته بدرنګه ښکاري.

مخ ته د زړه هنداره هم ویل کیږي، که چیرته د مخ پوستکي مړاوی، ګونځې یا هم زر خراب شي، نو داسې وي لکه د انسان روغتیا چې سمه نه وي.

که چیرې په روژه کې د مخ پوستکې ته اندیښمن یۍ، نو دلته درته ځینې معلومات درکوو چې په مرسته یې د مخ ښکلا مو وساتلی شئ:

ویټامین A
ویټامین A د مخ پوستکي لپاره تر ټولو مهم ویټامین دی، چې د مخ خشکي یا وچوالی له منځه وړي، مخ نرم او ښکلی ساتي.

تاسو کولی شئ په روژه کې د دې خوړو نه ډیره استفاده وکړئ چې ویټامین A لري، لکه: د هګۍ ژیړ، شنه او ژړو سابه، ګازرې، يینه، اَم او د کبانو غوړي.

ویټامین B
د ویټامین B کموالی د دې سبب کې کیږي، چې د پوستکي اوبه کمې شي، چې دا هم د دې لامل کیږي چې د مخ پوستکي کې ګونځې را مینځته شي، او د مخ ښکلا ته مو زیان ورسوي.

په روژه کې د دغو خوړو په خوړولو سره کولی شئ چې د ویټامین B له کمښت نه ځان وژغورئ.

لکه: غنم، دال، جوار، سابه، ترکاري، شیدې، مستې، پنېر، بادام، پسته، ينه، غوښه او د هگۍ ژيړ خو د ويټامين B معدن دى. له سابو او ترکاريو څخه پرته ويټامين B په ميوو کې هم شته .

ویټامین E
ویتامین Eهم یو له هغه اړینو ويټامینونو دی، چې د مخ د پوستکي روغ ساتلو، همدارنګه د ګونځو په له منځه وړلو کې مرسته کوي. د پوستکي زړښت مخه نیسي.

ویټامین E په پاڼي لرونکي سبو هګیو، ایني، دغنمو په غوړو او په نورو نباتي غوړو کې شتون لري،.چې کولای شئ د دیادو شیانو په خوړلو سره د ویټامین د کمښت مخه ونیسئ.

ویتامین C
ویټامین C ستاسو پوستکی له ګونځي والي څخه ساتي. ویتامین Cهم کولای شئ په دې خوړو کې پیدا کړئ:
توتانو، شنو سبو، کچالو، کیوي، لیموو، په کرم، تازه مرچ (دولمه) کې شتون لري.

ویټامین C دفاعي سستم د بدن لوړه وي، په بدن کې نسجونه قوي کوي، د ټپ جوړېدو ته چټکتیا ورکوي، دزړېدو پروسه راټیټه وي.

اوبه
د اوبو څښل د تندې په له منځه وړلو سربیره د مخ ښکلا کې هم اغیزه لري. اوبه د انسان حیوان او نبات لپاره حیاتي ماده ده ځکه خو بې له اوبو څخه ژوند ناممکن دی، اوبه د انسان په بدن کې غذایي مواد او وینه حجرو ته رسوي. اوبه د بې شمیره نورو ګټو ترڅنګ د بدن پوستکي ځوان او تازه ساتي. په روژه کې پکار ده له روژه ماتې تر پیشلمي پوره په تدریجي توګه اوبه وڅښل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب