Homeخبرونهايران: ط د لویې جرګې جوړولو او سیاسي لوریو سره د خبرو...

ايران: ط د لویې جرګې جوړولو او سیاسي لوریو سره د خبرو په تکل کې دي

تاند:( چارشنبه، د ثور اوومه) ‏د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي کاظمي قمي د طالبانو له لوري د لوېې جرګې د بللو او افغان سیاسي لوریو سره د اړیکو خبر ورکړی.

نوموړي د دغه هېواد مهر خبري آژانس ته وويل، چې طالبان غواړي سیاسي مشران د خبرو لپاره کابل ته ور وګرځي.

نوموړي هیله مندي ښودلې، چې دغه ه

پلان عملي شي او ښې پایلې ولري.

د ایران د ولسمشر استازي دغه راز وويل، چې د دې پلان له عملي کیدو او افغانستان ته له ګټور ثابتیدو سره به یې له ایران څخه ډېر افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د ایران د ولسمشر استازي ټينګار وکړ، چې يو ټول ګډونه حکومت د افغانستان له ثبات سره مرسته کوي او ایران د همداسې حکومت جوړیدل غواړي.

هغه د لوېې جرګې د جوړولو د پلان او افغان سیاسي مشرانو سره د طالبانو د تماسونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

ځینې سرچینې بیا له نورو جزيياتو پرته وايي، چې د لوېې جرګې یا په بل نوم د همداسې یوه اجماع د جوړولو په اړه به د کوچني اختر د لمانځه پر مهال د طالبانو د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په نوم را څرګندیدونکی کس( چې رسنیز شویو عکسونو سره به یې فرق ولري) په دې اړه د طالبانو دریځ اعلان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...