جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+له نوې ټکنالوژۍ سره ځان بلد کړئ

له نوې ټکنالوژۍ سره ځان بلد کړئ

 ښویالی شاه محمد بشیر 

 د وړتیا په لوړولو کې مو انټرنیټ ته اشاره وکړه، چې کولای شئ، په اسانۍ سره له دغه نه استفاده وکړئ. نوې ټکنالوژي؛ کمپیوټر، موبایل، انټرنیټ، ټولنیزې رسنۍ… دي.

کمپیوټر، موبایل، انټرنیټ، فیسبوک، ټویټر… اوس وخت د انسان په ژوند کې داسې شوي، لکه ژوندي سري چې اکسیجن ته اړتیا لري. که موبائیل نه وي، سړی داسې وي، لکه په توره کوټه کې بندي او هېڅ نه ویني. اړیکې په انټرنیټ باندې شوي. دنده پیدا کول انلاین دی. کار کول اوس له کوره شوي، چې کمپیوټر او انټرنیټ یې لازمي څېزونه دي.

په دغه څېزونو باندې پوهېدل د ژوند له اساساتو ګرځېدلي. اوس چې کله دنده اعلانېږي؛ نو حتماً یې پکې لیکلي وي، چې کمپیوټر باندې پوهېدل اړین دي. بل دی چې مخکې مو ورته اشاره وکړه، د وړتیا په لوړلو کې انټرنیټ او کمپیوټر اړین و، که چېرې په دغو شیانو باندې پوه نشئ؛ نو څنګه به په اسانه باندې خپله وړتیا لوړه کړئ؟

د نوې ټنکالوژۍ په زده کړه کې بل مهم شی د انګلیسي ژبې زده کړه دی. انګلیسي د ټکنالوژۍ ژبه دی؛ د یو چا په ژبه نه پوهېدل د هغه په خبرو او کار باندې هم نه پوهېدل دي. انګلیسي او نوې ټکنالوژي سره تړلي دي. د دغه دوه څېزونو زده کړه؛ په کاري، تحصلیي ژوند کې لار هواروي، چې پرمختګ مو ګړندی شي.

هر څوک غواړي، چې په ژوند کې دې ښه دنده ولري، پیسې دې پیدا کړي، ښه موقف کې دې وي. دغه ټولو موخو ته رسېدل اوس په نوې ټکنالوژي او د انګلیسي ژبې په زده کړه کې دي.

ممکن ډېر ووایي چې په دې خو ټول پوهېږو؛ څه وکړو وخت نشته، پیسې نشته، مور او پلار هم نورې پیسې نه راکوي چې پرې دغه څېزونه زده کړو. دا راته وایي، چې څلور کلونو لپاره مو در کړې، نورې بس دي. سمه ده، ښه خبره درته کوي؛ خو ته چې دغه څېزونه نه پوهېږي، ته به دنده له کوم ځای پیدا کړې؟ څنکه به د بیکارۍ له رواني ناروغۍ ځان خلاص کړئ؟ خوشحاله ژوند ته به کله رسېږې؟ د کورنۍ هغه هیلې په کله پوره کوې چې تاپورې یې تړلي؟ دا ټولې پوښتنې بې حل پاتي. که همداسې پاتې شې، ممکن تر لسګونه کلونو پورې به همداسې پاتې وې، په کورنۍ کې خو خیر چې ته او کورنۍ دې څومره زوریږي. پوهېږئ! د ټولنې په ټولنیزې برخې باندې څومره تاثیر کوي؟ زموږ په ټولنه کې دا دود دی، چې ډېری مېندې او پلارونه نورو ته په کتلو سره د خپلو اولادونو لپاره مسیر ټاکي؛ ملامت هم ندي، ځکه زده کړې نه لري. کله چې یو کس په ټولنه کې وویني، چې له زده کړو وروسته هم بیکاره دی، دنده نلري؛ نو اولادونو ته یې لومړنۍ خبره دی وي، چې فلاني پوهنتون ولوست څه یې وکړل چې ته به یې وکړې؟ کراره کراره دغه فکر همدغه زده کوونکي ته هم پیدا کېږي، چې مور او پلار مې رښتیا وایي، راځه له اوس نه لاړ شه، فزیکي کار وکړه او پیسې پیدا کړه. ولې دومره وخت بې ځایه تېروې. دا چې له دې نه خلاص شې، زه به درته یو څو مشورې درکړم.

دا چې د لسګونو کلونو لپاره بیکار پاتې شې، راځه یو دوه کاله نور هم په خپلې کورنۍ باندې بوج شه. هغوی دېته قانع کړه، چې یو یا دوه کالو لپاره درسره نوره مرسته هم وکړي. د دغه فرصت نه اعظمي ګټه واخله او ځان دېته چمتو کړه چې د خپل او کورنۍ هیلې دې پوره کړې. که چېرې یې دا خبره هم درسره نه منله؛ د دوه کلونو لپاره ځان زحمت ته ورکړه؛ خو خپل هدف ته ځان ورسو. داسې کار وکړه چې هم زده کړې وکړې او هم فزیکي کارونه ترسره کړه. که شرمېږې، چې څنګه زه له دومره زده کړو او تحصیل وروسته بیا هم له هغه کس سره چې هېڅ یې زده کړې ندي کړي، کار وکړم؟ لومړی خو کار کول هېڅ عیب ندی؛ خو چې ته دا فکر کوې؛ نو بیا داسې وکړه، چې لرې ځای ته لاړ شه، کار او زده کړې وکړه. دوکاله زحمت مو د ټول عمر راحت کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب