پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهسراج الدين حقاني: داعش مو ۹۸ سلنه له منځه وړی

سراج الدين حقاني: داعش مو ۹۸ سلنه له منځه وړی

تاند:( چارشنبه، د ثور اوومه) ‏د طالبانو د کورنيو چارو وزير او د حقاني شبکې مشر سراج الدين حقاني په لومړي ځل د داعش ډلې د ختمولو په اړه څرګندونې وکړې.

د‌ نوموړي تر واک لاندې د طالبانو کورنيو چارو وزارت په دې اړه يوه لنډه اعلامیه کې ویلي:« په هیواد کې د داعش په نوم پدیده ۹۸ سلنه ځپل شوې او له منځه وړل شوې ده، کوم تهدید نۀ دی. »

سرچينې د داعش ډلې د پاتې شونو د له منځه وړلو له ټينګار سره زياته کړې، چې دوی په هڅه کې دي څو د داعش ډلې وروستۍ پاتې کوډلې هم له منځه یوسي او هڅې یې ناکامې کړي.

د‌ طالبانو کورنيو چارو وزارت دغه راز زياتوي:« په دې اړه د همسایه هیوادونو اندېښنې په ځای نه دي.»

اوړمه ورځ د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطیب زاده وويل، چې طالبان د افغانستان په امنیت ساتلو بريالي شوي نه دي.

هغه د داعش ډلې د فعالیتونو د پراختیا په اړه انديښنه څرګنده او چمتووالی وښود چې د دې ډلې د ځپلو لپاره غواړي د طالبانو سره مرسته وکړي.

ډ طالبانو د واکمنۍ يوه وياند انعام الله سمنګاني پرون وویل، چې داعش ډله دوی ښه ځپلې او د چا له مرستي پرته يې نوره هم ځپلې او له منځه وړلای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب