دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد افغانستان امنيتي پېښې، د ۶ هزاره توکمه د وژل کیدو او...

د افغانستان امنيتي پېښې، د ۶ هزاره توکمه د وژل کیدو او نورو پېښو جزییات دلته ولولئ

تاند:( چارشنبه، د ثور اوومه) د أفغانستان د هزاره توکمو یوه مشر حاجي محقق د سمنګان ولايت په دره صوف کې د ترهګرو په لاس د ۶ هزاره توکمو د وژل کيدو خبر ورکړی.

نوموړي پر طالبانو نیوکه کړې، چې د خلکو په امنيت ساتلو کې پاتې راغلي او د داعش ډلې د له منځه وړلو په اړه یې ادعاوې واقعيت نه لري.

بل لور ته: په بل شمالي ولايت کندوز کې نن سهار د رستاق اباد سیمه کې د ماين چاودنه شوې، چې د يوه صراف په ګډون د څو تنو د ټپي کیدو خبر پکې ورکړل شوی.

په کابل کې د جمهوري نظام د ملي امنيت ادارې د يوه کارکوونکي ضياء الحق نادري کورنۍ بيا ويلي، چې د طالبانو استخباراتو له ۱۰ ورځو راهیسې هغه په دې تور نیولی، چې ګواکې د مقاومت جبهې ته خلک جذبوي.

دا کورنۍ، چې د پنجشېر ده، وايي ياد شوی تور بې بنسټه دی او نيول شوی غړی يې بايد خوشې شي.

طالبانو د يادو خبرونو په اړه څه نه دي ويلي.

 ‏‏د ‎طالبانو د واکمنۍ وياندويانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې په کندهار کې د دوی امنیتي ځواکونو د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړی.

د دوی په خبره ، د پېښې په تړاو یو تن نیول شوی او دوه نور تر څار لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب