جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبریتانیا او هند: افغان خاوره بايد د ترهګرو په ګټه و نه...

بریتانیا او هند: افغان خاوره بايد د ترهګرو په ګټه و نه کارول شي

تاند:( یکشنبه، د ثور څلورمه) د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسون او هندي سيال یې نریندرا مودي له افغان خاورې د ترهګرو په ګټه د پناه ځایونو او مالي استفادې په نه تر سره کیدو ټینګار کړی.

دواړو لوريو په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت په جوړیدو د ټینګار ترڅنګ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ ګڼه پریکړه لیک د عملي کیدو غوښتنه هم کړې ده.

په ياد شوي پریکړه لیک کې د ترهګرو په ګټه د افغانستان د خاورې په نه استفادې له ټینګار سربېره، طالبان مکلف شوي چې بشري او ښځينه حقونو ته درناوی ولري.

بريتانيا او هندوستان له ډېرو جزییاتو پرته په تازه ګډه اعلاميه کې دا هم ویلي، چې افغانستان ته به د عاجلو بشري مرستو په استولو اقدام وکړي.

طالبانو د دغو نړيوالو مشرانو غوښتنو ته هم د ډېرو نورو داسې غوښتنو په شان غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې طالب مشرانو ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ کومې ډلې له خوا د هیچا په خلاف نه کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر ټولو نیږدې متحد ( پاکستان) پرون هم مدعي شو، چې له افغان خاورې اوښتي د پاکستان د تحريک طالبان ډلې څو غړو په شمالي وزیرستان کې ۳ پاکستاني سرتیري وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...