Homeخبرونهبدخشان کې د ط پر يوه ځايي چارواکي چاودنه، د مرګ ژوبلې...

بدخشان کې د ط پر يوه ځايي چارواکي چاودنه، د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی

تاند:( یکشنبه، د ثور څلورمه) د بدخشان د مرکز فيض اباد ښار په « پل باغ شاه» سیمه کې نن د طالبانو پر يوه هايليکس موټر چاودنه شوې ده.

ځينې ځايي سرچينې وايي، چې چاودول شوی موټر د طالبانو د معادن او پټرولیم د رييس مولوي عبدالفتاح اړوند دی.

ويل کيږي، چې په چاودنه کې نوموړی طالب مقام او ۳ ساتونکي ‌يې وژل شوي او یو شمېر نور ساتونکي یې ټپيان دي.

طالب چارواکو او وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د‌ دغې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د نا امنۍ خبرونه زيات شوي.

طالب مشران په پرله پسې ډول پر ټول‌ هېواد د حاکميت او وضعیت ښه کیدو ډاډ ورکوي، خو خلک روان وضعيت اندیښمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...