شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد ملا عمر ۹ تلین، ذبيح الله مجاهد: نوی نسل دې د...

د ملا عمر ۹ تلین، ذبيح الله مجاهد: نوی نسل دې د هغه ټولې کړنې خپل ایډیال وګرځوي

تاند:( یکشنبه، د ثور څلورمه) په افغانستان کې د طالبانو حاکم تحریک نن په لومړي ځل د موسس او لومړني رهبر ملا محمد عمر مجاهد د مړینې تلین نمانځي.

طالب وياندويان وايي، چې ملا عمر ۹ کاله مخکې په همدې ورځ د توبرکلوز ناروغۍ له امله ومړ.

د ملا عمر په نننۍ تلین غونډه کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې نوی نسل دې د نوموړي ټولې کړنې ځانته الګو او لاره یې تعقيب کړي.

د ملا عمر زوی او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د پلار په ياد غونډه کې يې ادعا کړې، چې پلار یې افغانستان له تجزيه کيدو څخه ژغورلی دی.

تمه کيږي، چې طالبان د خپل لومړني رهبر په نوم یو شمېر نومونې تر سره او د تلین ورځ يې په رسمي جنترۍ کې عمومي رخصت اعلان کړي.

1 COMMENT

  1. وائی:
    ” ملا نصرالدین پخپل کلی کی د شوخی له مخی کلیوالو ته په لوړ آواز وویل چی په فلانی کلی کی د حلوا خیرات سویدئ. ټول کلیوال په منډه کورو ته ولاړه او کاسې ئې را واخیستې او مخ د حلوا! د کلی پر خوا روان سوه.ملا نصرالدین چی ددې خلګو شوق او ذوق او بېړی ته په ځیر وکتل نو ئې د ځان سره وویل چی ولا حتماً یوه کیسه سته او دا خلګ خوشی نه ځغلی نو ده هم د کور څخه کاسه ماسه راوړه او په خلګو پسی روان سو. کله چی کلی ته ورسېدل د خیرات میرات هیڅ څرک نه ؤ، ملا نصرالدین وار د مخه کړ او خلګو ته ئې د خښم په ژبه وویل:
    ګورئ ! داسی بد خلګ یاستئ زه مو هم خطا ایستم “.
    نو ښاغلې مجاهد ساب!
    د ملا نصرالدین د ترخې تجربې پر بنسټ، وولس ته اجازه ورکړه چی ووائی:
    انګریز 《 موږ 》 څو ځلی په وهمی حلوا پسی لېږلی یو او دا دئ بیا هڅه کوی چی کاسې پلاس راکړی او په اومه حلوا پسی مو ولېږی.
    کوم ملا عمر؟
    کله ملا عمر؟
    چیری ملا عمر؟
    څنګه ملا عمر؟
    ولی ملا عمر؟
    افغانستان د عجائبو ټاټوبی دئ او عجائب ئې لا هم دوام لری.
    تر څو پوری چی د شیطان جزیره ( ا ن ګ ر ی ز ) په اوبو کی نه وی ډوبه سوې زموږ د تاریخ او جغرافیا پر سټیج به د ویرانوونکو عجائبو د تئاتر نمائش به همداسی دوام ولری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب