شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهجلال اباد کې د ط په ډزو يو ماشوم وژل شوی

جلال اباد کې د ط په ډزو يو ماشوم وژل شوی

تاند:( یکشنبه، د ثور څلورمه) په داسې حال کې، چې د طالبانو لوړ پوړو چارواکو پرون د تښتونکو له منګولو په مزار شريف کې د یوه ماشوم د خوشې کولو خوښي‌ نمانځي، ځواکونو یې تېره شپه د چیک پینټ پر مهال یو ماشوم په ډزو وژلی دی.

ځايي سرچينو تاند ته وويل، چې وژل شوی ماشوم عادل نومیږي او د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې د زېړانیو اوسیدونکی دی.

ويل شوي، چې نوموړی په يوه ریکشا کې ناست و، چې طالب ځواکونو پر ريکشې ډزې کړي او دی يې وژلی دی.

معلومه نه ده، چې په دې پېښه کې نوره مرګ ژوبله هم شته کنه؟

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د عادل په نوم د وژل شوي ماشوم کورنۍ ويلي، چې د نوموړي جنازه نن ترسره شوې ده.

په خواله رسنيو کې خلکو د طالبانو مشرانو ته ویلي، چې د عبدالرووف د خوشې کیدو د خوشالۍ پر ځای خپلې لیکې اصلاح او هغه جنګیالي مجازات کړي، چې تېرو څو مياشتو کې د ورته وژنو سبب شوي دي.

د طالبانو چارواکو او وياندويانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. طالبه وحشي یې ځناور یې !!!
    دا ملت به درپسې بیا راپاڅیږي او یوه شپه به په دې خاوره کې ونکړې.
    د پنجاب غلامانو، تاسې او په هغه پاکستاني سفاک پوځ کې څه توپیر دی چې هغه هم ماشومان بمبار کړل او ته وحشتناکه زلفې داره ځناور یې هم په بې رحمۍ سره وژنې !!
    که غیرت درکې وي د باجوه او د هغه د پوځ نه د افغانانو د وژلو او د بې ګناه وینې تویولو تپوس وکړه !!
    طالبه ټپوس یې !! دا وطن جوړولی نشې !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب