پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهشهباز شريف ته د ملا حسن اخند مبارکي، د پاکستان پوځ بیا...

شهباز شريف ته د ملا حسن اخند مبارکي، د پاکستان پوځ بیا له ط ګیله کړې

تاند:(یکشنبه، د ثور څلورمه) د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شريف ته د مبارکۍ پيغام استولی.

د پاکستاني رسنيو له لوري په رسنیز شوي دغه پیغام کې ملا حسن اخند ویلي: « ‏ ستاسې ټاکنه به د افغانستان او پاکستان د پرمختګ او هوساینې سبب شي»

پاکستاني صدراعظم او حکومت یې د ملا حسن اخند د پیغام په ځواب او په ټوله کې د طالبانو د حکومت په اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

بل لور ته: د افغانستان او پاکستان د ظاهرا ناندريزه اړیکو په درشل کې پرون د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د خپلو درېیو سرتېرو د وژل کيدو پړه کې افغان خاوره شریکه کړې او ويلي، چې د سرتېرو د وژلو لپاره یې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان د تحريک طالبان غړي راغلي وو.

‏د پاکستان پوځ وايي: د “ترهګرو لخوا د پاکستان پر ضد فعاليتونو لپاره د افغان خاوري د استعمال په کلکه غندنه کوي او افغان حکومت څخه غواړي چې د داسي فعاليتونو اجازه ورنه کړي”.

 پاکستان ټينګار کوي چې په تيرو څو ورځو کې افغانستان څخه د دوی د ځواکونو خلاف بريدونه زيات شوي دي.

‏په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم تازه تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې يې د پاکستان خلاف د افغان خاورې د استعمال ادعاوې رد کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب