جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهط د هلمند د اوبو تړون په اړه د ایران غوښتنو ته...

ط د هلمند د اوبو تړون په اړه د ایران غوښتنو ته غبرګون وښود

تاند:( جمعه، د ثور دويمه) د طالبانو د حکومت مرستيال وياند انعام الله سمنګاني د هلمند د اوبو تړون د عملي کیدو په اړه د ايران د مرستيال ولسمشر غوښتنو ته غبرګون وښود.

سمنګاني نن وویل، چې دوی د هلمند د اوبو تړون عملي کیدو ته ژمن دي، خو له دې کبله چې په افغانستان کې د وچکالۍ له کبله اوبه کمې شوي او خپله افغانستان له دې کمښته ځوريږي، ایران سره یې دغه تړون په سمه توګه نه دی عملي کړی.

طالب وياند زياتوي، چې دوی د خبرو له لارې چمتو دي څو له ايراني چارواکو سره د اوبو په اړه يې پر انديښنو وغږيږي.

د ايران د ولسمشر مرستيال محمد مخبر په یوه وینا کې غوښتنه وکړه، چې طالبان دې په دې اړه شته ستونزې په عاجل ډول حل کړي.

 د هلمند د اوبو تړون په 1973 کې د افغانستان د وخت صدراعظم موسی شفيق له ایراني لوري سره لاسليک کړی، چې تاريخي ارزښت لري او د اوبو په سر د ستونزو د حل يو مهم تړون ياديږي.

د ايران دغه لوړپوړي مقام پر دې هم ټينګار کړی، چې طالبان دې د افغانستان د نویو جوړو شويو اوبو بندونو اوبه دوی ته ور پريږدي، څو د سيستان او بلوچستان ايالتونو په سویل ختیځ کې د اوبو د شديد کمښت ستونزه ورسره حل شي.

د ايران مرستيال ولسمشر زیاتوي:« په افغانستان کې حاکمه ډله بايد دغه موضوع درک کړي».

مخکې ويل کیدل، چې طالبانو ايران سره د افغانستان پر اوبو له واک ته رسېدو مخکې ځینې پټې معاملې کړي.

طالب چارواکو بيا د ایراني رسنیو له لوري د دوی هېواد ته د کمال خان بند د اوبو د خوشې کیدو له ویډیو خپریدو سره بيا هم په دې اړه ادعاوې بې بنسټه وبللې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب