جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د مزار شريف د وروستۍ چاودنې داعشي عامل مو نيولی

مجاهد: د مزار شريف د وروستۍ چاودنې داعشي عامل مو نيولی

تاند:( جمعه، د ثور دويمه) د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چې په مزارشریف ښار کې یې د اهل‌تشیع پر جومات د پروني برید طراح نیولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد وویل، نیول شوی کس د داعش غړی او د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

 د بلخ د اطلاعاتو و فرهنګ ریاست یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دغه کس عبدالحمید سنګریار نومېږي او وړاندې د دې ولایت لپاره د داعش والي و.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د وروستیو نا امنیو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، متحده‌ایالات له طالبانو سره هر ډول اړیکو کې دې موضوعاتو ته رسېدنه کوي.

طالبان وايي، چې د سه دوکان په نوم د اهل‌تشیع پر جومات پروني برید کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي.

د هزاره ګانو يوه مشر حاجي محقق بيا ويلي، چې لږ تر لږه ۶۰ تنه په دې برید کې وژل شوي.

روانه اوونۍ د کابل په ګډون، په ننګرهار، کندز، مزارشریف او ځینو نورو ولایتونو کې پر طالبانو او ملکي افغانانو چاودنې وشوې، هغه چې په کور دننه د سولې را پورته شوې هیلې یې مړاوې او نړیوال یې هم اندېښمن کړل.

طالبانو مخکې د اقتصادي ناورين او نورو ستونزو له کبله د خلکو د شکایتونو په غبرګون کې ویل، چې دوی هېواد ته سوله راوستې او سراسري امنيت يې تامين کړی.

اوس ليدل کيږي، چې د طالبانو دا څرګندونې د خلکو د نیوکو سبب شوي او پوښتنه ترې کیږي چې هغه راوستی امنيت او سوله یې څه شوه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب