جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپر افغانستان د پاکستاني بمبارۍ خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت دوام...

پر افغانستان د پاکستاني بمبارۍ خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت دوام لري

تاند:( جمعه، د ثور دويمه) ‏د افغانستان پر کونړ او خوست ولایتونو د پاکستان د هوایي بریدونو په غبرگون کې د مداخیل وزیر قبیلې پرلت څلورمه ورځ هم دوام درلود.

دغه پرلت چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پشتین هم گډون کړی، پر خوست او کونړ ولایتونو یې د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه د پلټنې غوښتنه کړې.

ښاغلي پښتین مخکې ياد شوي هوايي بريدونه غندلي او ويلي وو، چې پر ضد به یې خپلو پرلتونو ته دوام ورکړي.

پاکستان د خپلو دغو هوایي بریدونو په اړه ادعا کړې، چې د پاکستاني طالبانو جنګيالي یې پکې په نښه او وژلي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت شارژدافیر هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري له دې کبله احضار شوی و، چې ګواکې ولې د افغانستان له خاورې د پاکستان خلاف فعالیتونه کیږي.

طالبانو په دې اړه تورونه ردکړي او ويلي، چې افغان خاوره د هیڅ کوم هیواد خلاف نه دی استعمال شوی.

د افغانستان دغې حاکمې ډلې د پاکستان د بمبارۍ په اړه جدي غبرګون نه دی ښودلی، چې له کبله یې توندو ولسي غبرګونونو سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب